1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د يهودي ضد روحیې سره د مبارزې نوې تګلاره معرفي کړې

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

د آلمان حکومت د يهودي ضد روحیې سره د مبارزې په موخه يو کاري پلان تصويب کړی چې د يوه مهم ګام په توګه ستايل شوی. خو په داسې حال کې چې يهودي ضد کرکجنې ويناوې مخ پر زياتېدو دي، د دې تګلارې په عملي کيدو پورې ډېر څه تړلي دي.

https://p.dw.com/p/4KOW8
آرشيف انځور: په بن کې پر کنيسا بريد
آرشيف انځور: په بن کې پر کنيسا بريدانځور: Oliver Berg/dpa/picture-alliance

په برلين کې د مني د وورستیو شپو ورځو يو تياره سهار دی. د راډيو په سيمه ایزو خپرونو کې د ښار په بېلا بېلو برخو کې د پوليسو د چاپو په اړه خبرونه ورکول کيږي. درې يا څلور ساعته وروسته وضعيت بشپړ واضح کيږي: د آلمان د ۱۶ ايالتونو په ۱۴ کې يې چارواکو پر انترنت د کرکې د پوستونو په اړه پلټنې کولې او د دې پوستونو د ليکوالانو تر دروازو رسېدلي ول.

په دوی کې د برلين يو ۵۹ کلن سړی هم شامل دی چې د « VK» په نوم د روسیې د ټولنیزو رسنیو په يوه پاڼه کې یې يهودي ضد څرګندونې کړې وې او يهودان یې «شيطان لمانځوونکي» بللي ول.

د برلين پولیسو اعلان وکړ چې د هغه ليپ ټاپ یې د ثبوت په توګه ضبط کړی دی او دا چې هغه جواز لرونکي وسله هم لرله. دا په آلمان کې د چهار شنبې په ورځ د پوليسو له ۹۱ چاپو څخه يو وه خو يوازنۍ پېښه نه ده چې یهودي ضد کرکه رانغاړي.

د يهودي ضد روحیې سره د مبارزې په برخه کې مهم ګام

په همدې ورځ د آلمان کابينې د آنتي سيميتزم پر وړاندې او د يهودانو د ژوند له پاره ملي تګلاره تصویب کړه څو د يهودانو سره د کرکې پر ضد پريکړنده چلن وشي. دا د خپل ډول لومړی رپوټ دی.

د يهودي ضد روحیې سره د مبارزې په برخه کې د آلمان د حکومت ځانګړي استازي فيلکس کلاین د خبري غونډې په پای کې وويل: «موږ نن يوه ډېره مهم پريکړه وکړه.»

نوموړي وويل چې له کلونو راهيسې په آلمان کې د پوليسو احصايي د يهودي ضد جرمونو او د اړوندو محاکمو مخ پر لوړيدونکې شمیرې ثبتوي. هغه زياته کړه چې په انترنت کې کرکجنې ويناوې ډېر دمخه خپل اوج ته رسېدلي دي.

ملګرو ملتونو له هولوکاست څخه د انکار د محکومولو پريکړه ليک تصويب کړ

په ۲۰۲۱م کال کې پوليسو په ټول آلمان کې ۳۰۲۷ يهودي ضد جرمونه راجستر کړي ول چې دا د ۲۰۲۰م کال په پرتله کابو ۷۰۰ ډېرې پېښې وې. په روان مني کې هم پر يهودي تاسيساتو د مثال په توګه په ايسن ښار کې پر زړه کنيسا بريد شوی وو.

کلاین چې د ۲۰۱۸م کال راهېسې «په آلمان کې د يهودانو د ژوند او د يهودي ضد روحیې سره د مبازرې په برخه کې د آلمان د حکومت ځانګړی استازی» دی، د تګلارې پر دغه سند له خپلې ډلې سره يوځای دوه کاله کار کړی دی.

شتاينماير: يهودانو د آلمان کلتور ځلولی دی

د نوموړي له پاره د دې رپوټ فرماټ يا بڼه، د ټولې جامعې له پاره د عمل ليد لوری او په ورځني ژوند کې د يهودانو د ژوند د ظاهرولو لاره ځانګړی اهميت لري.

کلاين په ډېر څرګند ډول د اسرئيل اړوند يهودي ضد روحیې پياوړي کېدو ته اشاره کوي چې په روڼانده يا منور او اکاديميک محيط کې تر سترګو کیږي.

«روزونکي هم بايد حساس شي»

دا رپوټ د مثال په توګه د يهودانو پر ضد د کرکې د مخنيوي په برخه کې د زده کړو او همدراز د په ياد راوستو کلتور او د تاريخ قوي درک ته اشاره کوي.

په دې رپوټ کې زياته شوې چې له همدې کبله دا تګلاره د سپورتي کلبونو په څېر نقش لرونکو ته هم متوجې ده چې روزونکي یې بايد حساس شي.

فيلکس کلاين او کاتارينه شنورباين د يهودانو د ژوند له پاره او د انتي سيميتزم پر ضد ملي تګلاره وړاندې کوي
فيلکس کلاين او کاتارينه شنورباين د يهودانو د ژوند له پاره او د انتي سيميتزم پر ضد ملي تګلاره وړاندې کويانځور: Wolfgang Kumm/dpa/picture alliance

دا ۴۸ مخیز رپوټ نه يوازې د نويو ژمنو او فعاليتونو غوښتونکی دی، بلکې هغه نظرونه او اقدامات یې هم فهرست کړي دي چې ښه نتیجه یې ورکړې ده او ښه مثالونه دي.

د عمل د دې پلان سره د آلمان حکومت د اروپايي کمېسيون يوه غوښته هم په سم وخت کې پر ځای کوي. اروپايي ټولنې لارښوونه کړې وه چې غړي هيوادونه مکلف دي د ۲۰۲۲م کال تر پای پورې ملي تګلارې وړاندې کړي.

د یهودي ضد روحیې او د يهودانو د ژوند له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې کاترينه فان شنورباين د دې کاري پلان د وړاندې کولو پر وخت وويل چې آلمان اوس د اروپايي ټولنې اووم هيواد دی چې دا ډول طرحه وړاندې کوي. هغې وويل چې دولس نور هيوادونه یې هم باید د روان کال تر پای او يا د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ نيمايي کې تصويب کړي.

«د يهودانو د ژوند په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ»

کلاين او شنورباين دواړو ته د دې تګلارې د تشريح په ترڅ کې دا خبره مهمه ده چې له عمومي او بيوروکراتېکې ژبې څخه سړی واقعيت ته راوګرځي.

شنورباين د يهودانو له خوا د دوی د ژوند په اړه موضوعاتو سره د تېر کال نظر لکه په آلمان کې چې د ۲۰۲۲م کال تر دوبي پورې ترسره شو، په اروپايي کچه ترسره کیدل هم «يوه ډېره ښه مفکوره» وبلله.

د آلمان حکومت: یهود ضد او نژاد پالونکي د آلماني تابعیت حق نلري

نوموړې وویل چې دوې اوونۍ تر مخه هغې په بروکسل کې د اروپايي هيوادونو د ۲۰۰ سيمو له استازو سره وليدل او په دې ترڅ کې یې په دغه سيمو کې د دې کار اهميت ته اشاره وکړه.

شنورباين وویل چې هغه هيله لري په دې وتوانيږي چې د یهودي ژوند د قوي کولو دا نظر تر سرحدونو ها خوا ته هم پراخه کړي.

په انترنت کې خطر

کلاين او شنورباين دواړو په وار وار سره په انترنت کې آنتي سيمیتزم ته اشاره وکړه. شنورباین وويل: «انترنت زموږ د ناستې کوټو ته د يهودي ضد روحیې د داخليدو لومړۍ دروازه ده.» کلاين هم شکايت وکړ چې په انترنت کې کرکه او کرکې ته پارونه وار په وار زياتيږي. نوموړي د کرونا وبا پر مهال د «ننګونکو وختونو» څخه خبره وکړه.

دا څه د پوليسو د چهار شنبې ورځې د عملياتو څخه ظاهريږي چې په ترڅ کې يې د یهودي ضد څرګندونو موضوع مطرح وه خو له هغې دعوې څخه هم چې په آلمان کې د يهودانو د مرکزي شورا مشر د «فرانکفورتر الګماينه ورځپاڼې» سره په يوه مرکه کې ياده کړې وه.

د يهودي ضد روحیې په قضيو کې محکمې «اکثره وخت ستونزمن مامشتوب او يا د عمومي ستونزمن وضعيت د حوالې په ورکولو سره نرمي کوي.» يعني اعمال د دې لارې نسبي ګڼل کیږي.

ب. ص/ ن. ز (Christoph Strack)