1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان د نوامبر په ۱۳مه نور افغانان اخراجوي»

۱۳۹۷ آبان ۲۱, دوشنبه

د بخښنې نړيوال سازمان وايي چي آلمان دي افغانستان ته د مهاجرو اخراج په سمدلاسه توګه ودروي. دغه سازمان وايي چي د نوامبر د ۱۳مې له پاره کابل ته د اجراجېدونکو بل پرواز پلان سوی دي.

https://p.dw.com/p/386Nm
Deutschland Abschiebung vom Flughafen München
آرشيف انځورانځور: Imago/M. Trammer

د بخښنې نړيوال سازمان يا امنستي انترنېشنل د معلوماتو پر اساس د سه شنبې (د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۱۳مه نېټه) له پاره له آلمان څخه د افغان مهاجرو يو بل اخراج کابل ته د پرواز له لاري پلان سوی دی. ياد سازمان دغه معلومات رسنيو ته په لېږل سوې يوه اعلاميه کي ورکړي دي.

دغه سازمان ويلي چي په روان ۲۰۱۸ کال په افغانستان کي په زرهاو ملکيان وژل سوي او دا چي دغه هيواد خوندي نه دی. په اعلاميه کي راغلي چي په روان مېلادي کال کي په افغانستان کي لږ تر لږه ۲۸۵۴ ملکي کسان وژل سوي دي. د بخښنې نړیوال سازمان وايي چي د ملکي کسانو ياد تلفات پر دې دلالت کوي چي افغانستان يو داسي خوندي هيواد نه دی چي څوک دي انسانان ورته د اخراج له لاري ولېږدولای سي.

امنستي ويلي چي افغانستان ته د مهاجرو اخراج په دغه هيواد کي د «فاجعه وي بد امنيت» له کبله د نړيوالو قوانينو او د اروپايي اتحاديې د بشري حقونو د قوانينو نقض دی.

د ياد سازمان د آلمان د څانګې د آسيا کارپوهې انيکا بېشر، ويلي دي: «د تېر اکتوبر په مياشت کي تر سره سوو ټاکنو يو ځل بيا ثابته کړه چي افغانستان څومره نا امنه هيواد دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو پر اساس يوازي په دغو ټاکنو کي تر ۱۰۰ زيات بريدونه تر سره سول او لږ تر لږه ۵۶ انسانان ووژل او ۳۷۹ تنه نور ژوبل سول. دا د مخکنيو ټاکنو په پرتله تر ټولو زياته مرګژوبله وه.»

بېشر زياته کړې ده چي د ملکي تلفاتو د جګ شمېر له کبله دا له مسؤليته ليري کار دی چي افغانستان ته انسانان اخراج کړل سي. ياد سازمان په خپله اعلاميه کي د آلمان د کورنيو چارو پر وزير او پر اړونده وزارت ږغ کړی چي د سه شنبې د ورځي له پاره پلان سوی اخراج دي لغوه کړي. دغه سازمان ويلي چي افغانستان ته د مهاجرو هر بل اخراج د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده.