آلمان: د مهاجرینو په کمپ کې د اور پیښې نهه تنه ټپیان کړي
۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبهد آلماني پولیسو په وینا د آلمان په غربي ښار بیرګش ګلادباخ کې د مهاجرینو له پاره په یوه کانتینري پنډغالي کې د یوه مهاجر په لاس د اور اچونې په دې پیښه کې یو تن سطحي او اته تنه نور مهاجرین شدید ټپیان شوي دي.
د آلمان خبري آژانس «ډي. پي. اې» په حواله تر لومړنیو پلټنو وروسته د ځايي پولیسو یوه ویاند ویلي چې کانتینرونو ته د اور اچونې په پیښه کې پر ښکیل ۲۹ کلن مهاجر شک کیږي چې نوموړي د ځان وژنې هڅه کړې ده. د اور په دې پیښه کې ۸ تنه مهاجرین سخت ټپي شوي او د یوه بل مهاجر حالت د ډاډ وړ ښوول شوی دی. تر اور وروسته د شدید دود او تنفسي ستونزو له امله د کمپ یو کارګر هم شدید ټپي شوی دی. پولیسو د پیښې ټپیان د درملنې له پاره روغتون ته انتقال کړي دي.
د اور لګیدنې تر پیښې وروسته د اور وژنې د ډلې تر معایناتو وروسته ویل شوي چې کمپ نور د اوسیدو وړ نه دی. د مهاجرینو په دې کمپ کې میشت ۵۹ مهاجرین بل ځای ته انتقال شوي دي. تر اوسه پورې د اور په پیښه کې د تورن کس د بشپړ هویت په هکله څه نه دي ویل شوي.