آلمان: د مهاجرو تر تاوتریخوالي وروسته ښی اړخي ګزمې کوي
۱۳۹۷ دی ۱۳, پنجشنبهتیره اونۍ د بایرن ایالت په امبرګ ښار کې احتمالاً څلورو افغان او ایراني پناه غوښتونکو پر پلي تلونکو کسانو باندې برید کړی. تر دغې پیښې وروسته، نن د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې۳ نیټه) د بایرن ایالت ځايي چارواکو خبر ورکړی چې ځینو خپلسرو ښی اړخو ډلو د دې ښار په کوڅو کې ګزمي پیل کړي دي.
د امبرګ ښاروال میشایل کارني وویل چې هغه وروسته له هغه تکان وخوړ چې پر انترنت باندي يې د ان. پي. ډي (NPD) په نوم ګوند د غړو داسې انځورونه ولیدل چې سور رنګه محافظتي واسکټونه یې اغوستي او د مهاجرو تر کمپ دباندي یې ګزمي کولې.
کارني د میتل بایریشه په نامه یوې ځايي ورځپاڼې ته وویل: «د امبرګ ښاریانو په ځینو عکس العملونو کې زه د دوی په ناخوندیتوب پوهیږم، خو په ټول هيواد کې نفرت او د خشونت د پیښو ګواښونه ډیر پرمخ تللي دي.»
د دې ښار پولیسو بیا ویلي دي چې دوی د دغه راز رپوټونو په هکله پلټنې پیل کړي. د رپوټونو په حواله یاده ډله ځانونه د کراوټ پول په نامه یادوي او د خپل ښار پر چارواکو یې د یوه ایمیل له لارې تور پورې کړی چې د امبرګ ښاریانو د امنیت په برخه کې پاته راغلي دي.
د امبرګ ځايي پولیسو د تیرې شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۹ نیټه) د ایران او افغانستان څلور اتباع د نشې په حال کې نیولي دي. پر دغو کسانو چې سنونه یې د ۱۷ او ۱۹ کلونو ترمنځ دي تور پورې کړل شوي چې د نشې په حال کې یې په دې سیمه کې پر پلي تلونکو کسانو بریدونه کړي دي.
د معلوماتو له مخې د دې بریدونو په پایله کې د ۱۶ او ۴۲ کلونو ترمنځ ۱۲ کسان ټپیان شوي دي چې زیاتره یې سطحي دي. د معلوماتو له مخې په دوی کې یو ۱۷ کلن پر سر سخت ټپي شوی دی چې اوس په روغتون کي بستر دی.
دغه پیښه د دې سبب شوه چې یو ځل بیا په آلمان کې د مهاجرو د جرمونو په هکله بحثونه تاوده شي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، چې په خپله هم د بایرن ایالت دی، د مهاجرت په هکله یې د صدراعظمې انګلامیرکل پر سیاستونو سختې نیوکې کړي دي. تر دغې پیښې وروسته زیهوفر د داسې مهاجرو د ژر اخراج غوښتنه وکړه چې په آلمان کې قانون تر پښو لاندې کوي.
د یادې ځايي رسنۍ د رپوټ په حواله، په دې برید کې د ښکیلو کسانو له ډلې څخه د یوه افغان پناه غوښتونکي د پناه غوښتنه تر کار لاندې ده او د درو تنو نورو د پناه غوښتنې رد شوي دي. په دې کسانو کې یو تن د ایران دی چې پاسپورت نه لري. یادې ورځپاڼې ویلي دي چې د دې کسانو له ډلې څخه یو افغان ۱۸کلنۍ ته لا نه دی رسېدلی او یوه بل افغان پناه غوښتونکي بیا د خپل اخراج پر ضد اقامه دعوا کړې ده.
زموږ له آرشیف څخه: