1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غیر دایمي غړی کیږي

۱۳۹۷ دی ۸, شنبه

آلمان له جنورۍ څخه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې غیر دایمي غړيتوب ترلاسه کوي. دا شپږم ځل دی چې آلمان د دوو کلونو له پاره د ملګرو ملتونو په دې تر ټولو پیاوړي بنسټ کې دغه چوکۍ ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/3Al4x
Bundesaußenminister Maas bei den Vereinten Nationen
انځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

آلمان چې د کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د دایمي غړيتوب ترلاسه کولو له پاره کوښښ کوي، د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ څخه د شپږم ځل له پاره غیر دایمي غړيتوب ترلاسه کوي. د فرانسې خبري آژانس په دې اړه یو شمیر مطرح شویو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.

لومړۍ پوښتنه دا ده چې ولې آلمان د امنیت په شورا کې مسئولیت مني؟ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نړیوال امنیتي سیاست په برخه کې عمده رول لوبوي او له خپلو ۱۵غړو سره په پرله پسې ډول په نړیوالو منازعاتو کې ښکیله ده. د دې شورا پریکړې د ملګرو ملتونو سازمان ټولو غړو هیوادونو له پاره الزامي وي. شورا کولی شي تحریم کړي، د سولې ماموريتونه تنظيم او یا د پوځي ځواکونو د لیږلو پریکړه وکړي.

د نړیوالو کړکیچونو د دیپلوماسۍ د تعیينولو په برخه کې د آلمان رول په پام کې نیولو سره، دغه هیواد د امنیت د شورا د یوه غړي په توګه کولی شي په دې برخه کې د اهمیت وړ نقش ولوبوي. 

دویمه پوښتنه د امنیت د شورا ترکيب دی. امریکا، چین، روسیه، فرانسه او بریتانیا د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ویتو حق درلودونکي پنځه دایمي غړي هیوادونه دي. سربیره پر دې شورا ۱۰ انتخابي غړي هم لري چې دا غیر دایمي غړي دي. دغه غړي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د دوه کلنې دورې له پاره انتخابیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه هر کال پنځه غړي انتخابوي چې د هغو غړو ځای نیسي کوم چې د همدې کال د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټه یې دوه کلنه دوره پای ته رسیږي.

UNO-Sicherheitsrat tagt im Hauptquartier der Vereinten Nationen
آلمان د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ څخه د شپږم ځل له پاره د امنیت د شورا غیر دایمي غړيتوب ترلاسه کوي.انځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

د امنیت په شورا کې د آلمان اهداف څه دي؟ د آلمان کوښښ دا دی چې په هرو اتو کلونو کې یو وار د امنیت شورا ته ننوځي. په تیرو وختونو کې هم آلمان د دې شورا غړيتوب ترلاسه کړی وو، چې وروستی ځل په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې وو. 

برلين دا وار د هر اړخيزتوب د ملاتړ کونکي او د ملګرو ملتونو له سازمان سره یو له لویو مرسته کونکو او پرمختیایي مرستو له پاره د بسپنه ورکونکي هیواد په توګه ځان د دې چوکۍ له پاره کاندید کړی دی. همدارنګه دغه هیواد اعلان کړی دی چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپل پام وړ رول او د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو له پاره د سرتیرو د ورکولو له کبله غواړي د شورا غړيتوب ترلاسه کړي.

ولی آلمان د امنیت د شورا دایمي غړيتوب نه ترلاسه کوي؟ آلمان د برازیل، هند او چاپان تر څنګ د امنیت په شورا کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو له پاره کوښښ کوي. دغه څلور هیوادونه چې د «څلور ډلې» په نوم مشهوره دي په دې باور دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې په ۱۹۴۵م کال کې جوړه شوې ده د[ ۲۱ پیړۍ د جیوپولیتیکو واقعیتونو] استازیتوب نه شي کولی او نویو بدلونو ته اړتیا لري.

خو په دې شورا کې اصلاحات نه یوازې دا چې د عمومي غونډې دوه پر دریمه برخه رایو ته اړتیا لري، بلکې لږ تر لږه د ملګرو ملتونو د پنځو دایمي غړو د دوه پر دریمې برخې له خوا باید تصویب هم شي.

په ځانګړي توګه چين او روسیه د شورا له پراخولو سره مخالف دي. امریکا هم په دې برخه کې له میانه روۍ يا منځلاريتوب څخه کار اخلي. په هر حال د هغه رقابت په پام کې نیولو سره چې د دې چوکۍ د ترلاسه کولو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د غړو تر منځ روان دی کېدای شي وويل شي چې ښه به دا وي چې آلمان په هرو اتو کلونو کې یو وار د امنيت د شورا غړيتوب ته رضايت وښيي او ډېر ژر د دایمي غړيتوب ترلاسه کولو خیال له سر څخه وباسي.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل وړاندیز کړی چې په راتلونکي کې دې د اروپایې اتحادیې غړي هیوادونه په انفرادي ډول د امنیت شورا غیر دایمي غړي نه جوړيږي، بلکې دغه چوکۍ باید د «اروپا د چوکیو» په توګه په پام کې ونیول او ورکړل شي.