آلمان: د مصنوعي ويډيوګانو په مټ تېري کوونکي په ډاګه کوو
۱۳۹۸ دی ۲۷, جمعهکله چې لويان په انترنېټ کې له کوچنيانو سره اړيکه نيسي چې هدف يې ښايي ورڅخه ناوړه جنسي استفاده وي، نو دغې پديدې ته «سايبرګرومينګ» وايي. تر اوسه د قانون خلاف کار نه وو چې يو څوک دې له هغه بل چا سره په انترنېټ کې ليکنې وکړي چې ځان يې ورته د کوچني په توګه معرفي کړی وو، خو اصلا د پوليسو يو پلټونکی وي.
اوس د آلمان پارلمان داسې قانون منظور کړی دی چې حتی دغه هڅه لا جرم ګڼي چې کوم څوک دې په انترنېټ کې له ماشومانو سره د جنسي اړيکو د نيولو کوښښ وکړي. د دغه نوي قانون په پلويتوب حکومتي فراکسيونونو يعنې سوسيال ديموکراتانو او مسيحي ديموکراتانو او همداراز د آلمان له پاره د بديل فراکسيون هم رايې ورکړې دي.
مصنوعي توليد شوي بربنډ انځورونه
سربېره پر دې به پلټونکي په راتلونکي کې په مصنوعي توګه د توليد شوو عکسونو او ويډيوګانو له لارې اجازه ولري چې له ماشومانو د ناوړې ګټې له پاره انترنېټي صفحو ته ورداخل شي. انګيزه يې دا ده چې په دغسې صفحو کې د ګډون له پاره او د اعتبار جوړولو په غرض بايد سړی خپله دغسې انځورونه او ويډيوګانې په اختيار کې ورکړي.
دغه کار د پلټونکو اصلي سرحد وو ځکه چې د دغسې انځورونو شريکول يو جرمي عمل بلل کيږي. خو اوس پارلمان په يوه خوله په قانون کې بدلون راوستی دی.
که د دغسې اعمالو کشف په بل ډول امکان ونه لري، نو د دې اجازه به هم وي چې د کمپيوټر په مرسته مصنوعي ويډيوګانې او انځورونه رامنځ ته او د يوې محکمې د اجازې په صورت کې خپاره هم شي. خو د دغسې مصنوعي عکسونو په توليد کې بايد د اصلي ماشومانو له انځورونو څخه استفاده ونه شي.
ust/rb/ن ص/ن ز