1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

آلمان: د مسلمانانو وړکتون د تړل کیدو پر ضد دعوا بایلوده

۱۳۹۸ فروردین ۷, چهارشنبه

ایالتي چارواکو تر هغه وروسته د «النور وړکتون» د تړل کیدو امر وکړ چې روښانه شوه په وړکتون کې نامناسب ادبیات شریک شوي ول. النور په «راینلند پفلڅ ایالت» کې د مسلمانانو یوازینی وړکتون وو.

https://p.dw.com/p/3FjLH
Muslimische Kita Al-Nur
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zschunke

یوې اداري محکمې د ایالتي چارواکو هغه اندېښنې تائید کړې چې دغه وړکتون له «اسلامي ایډیالوژۍ» سره اړیکه لري او په دې ترتیب یې د دې وړکتون د تړل کیدو پریکړه تائید کړه.

د ماینڅ ښار یوې ادارې محکمې ویلي دي چې د ایالت هغه پریکړه چې له مخې یې د النور وړکتون جواز لغوه شوی وو ځکه قانوني وه چې شواهدو وښوله چې د وړکتون د چارواکو او افراطي سلفي ایډیالوژي تر منځ اړیکه موجوده وه.

محکمې ویلي دي چې دغو اړیکو د ماشومانو له پاره د آلمان په ټولنه کې ادغامیدل ستونزمنول او د هغوی خپلواکي یې ګواښله. محکمې دا هم ویلي دي چې د سلفيانو له ایډیالوژي څخه د واټن نیولو په برخه کې د وړکتون د چلوونکو «عرب نیل راین انجمن» هڅې د قناعت وړ نه وې.

«موږ اساسي قانون منو»

«عرب نیل راین انجمن» مشر سمیع الحقرسي، ویلي دي چې هغه به په یوه بله محکمه کې هم اقامه دعوا وکړي. هغه په فيبروري میاشت کې د حکومت له خوا د خپل وړکتون د لایسنس تر لغوه کیدو وروسته دا خبره چې انجمن یې سلفیزم ته تبلیغ کوي رد کړې وه او ویلي یې ول: «موږ اساسي قانون منو او درناوی یې کوو.»

ایالتي چارواکي تر هغه وروسته د النور وړکتون په اړه په اندیښنه شول چې روښانه شوه په دې ځای کې نامناسب ادبیات شریک شوي ول او دا چې «عرب نیل راین انجمن» د سلفيانو په خوښخت کې له یو بندنامه کس سره کار کړی وو.

د ماینڅ اداري محکمې د النور وړکټون تړل کیدل د مارچ له ۳۱مې نیټې څخه د اپریل ۳۰مې نیټې ته وغځول چې والدین د خپلو ماشومانو له پاره د نورو وړکتونونو موندلو چانس ولري.

الکسندر پیرسن/م.ج