آلمان د ماین پاکې له پاره ۳۶ میلیونه يورو مرسته کړې
۱۳۹۸ فروردین ۱۵, پنجشنبهد آلمان د بشري حقونو ځانګړې استازي باربل کوفلر، د پنجشنبې په ورځ په برلين کې ویل دي چې د آلمان حکومت په نړیواله کچه د ماین پاکۍ د پروګرامونو یو له لویو تمويلونکو څخه دی. هغې دغه څرګندونې د اپریل د څلورمې نیټې په مناسبت، چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د ځمکنیو ماینونو پر وړاندې د مبارزې او د هغه د خطر په اړه د عامه پوهاوي د زیاتولو د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې ده، کړي دي.
کوفلر ټینګار کړی دی چې آلمان نه یوازې د ځمکنیو ماینونو او خوشه یي بمونو منع کیدو ته ژمن دی، بلکې د دغو بمونو له پاکسازۍ سره هم مرسته کوي. نوموړي ویلي دي چې د قربانیانو مراقبت او د ماینونو د خطر په اړه د عامه پوهاوي د زیاتوالو په اړه پروګرامونه د دوی د کار عمده برخه ده.
د کوفلر په خبره افغانستان، بوسنیا هرزګوينا، کمبوجیا، کولمبیا، عراق، سومالیا، او اوکراین ته د ماینونو د پاکسازې پروګرام په برخه کې لومړيتوب ورکول کیږي. میرمن کوفلر وویل: «د ماینونو ښخول او ناچاودلي مهمات د ډیرو هیوادونو پراخې ساحې، حتی تر جګړې او شخړو ډیره موده وروسته هم له ننګونو سره مخامخ کوي.»
د دغې میرمنې په خبره اوس هم د نړۍ په ډیرو برخو کې په ځمکه کې ښخ شوي ماینونه، خوشه یي بمونه، ناچاودي مهمات او یا هم نور جاودیدونکي مواد په ځمکو کې، حتی د ښوونځیو او استوګنې سیمو ته نږدې موجود دي.
د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې شاوخوا ۱۱۰ میلیونه ځمکني ماینونه، مخکې تر دې چې په ۱۹۹۷م کال کې د پرسونل ضد ماینونه منع شول، په تر۷۰ ډیرو هیوادونو کې فرش شوي دي. په همدې کال د نړیوالې ټولنې ډیرو هیوادونو د پرسونل ضد ماینونو له ممنوعیت سره موافقه کړې وه.
KNA / ش. ن