1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

آلمان: د مانهايم د هنري اثارو تالار پرانيستل شو

۱۳۹۷ خرداد ۱۳, یکشنبه

د کاناډايي عکاس جېف وال په نندارتون سره د آلمان د مانهايم ښار د هنري اثارو تالار افتتاح شو. دغه ودانۍ چې څه باندې ۶۸ ميليونه يورو ورباندې مصرف شوي دي، په اوس وخت کې د آلمان د هنري موزيمونو يوه تر ټولو ګرانه نوې ودانۍ ده.

https://p.dw.com/p/2yri3
Deutschland Kunsthalle Mannheim
انځور: picture-alliance/dpa/U. Anspach

د جمعې په ورځ (يعنې د ۲۰۱۸ کال د جون په لومړۍ نېټه) د مانهايم د هنر تالار له درو کلونو ساختماني او ودانيزو چارو وروسته پرانيستل شو. درې ورځې به اوس عام خلک وکولای شي چې په وړيا توګه ورڅخه ليدنه وکړي. دلته تر نن يکشنبې ورځې پورې مقالې، د موسيقۍ ټوټې او ورکشاپونه جوړيږي. د دايمي اثارو تر څنګ چې د ايدوارد مانې، ماکس بېکمن او فرانسيس بېکن په څېر د هنرمندانو هنري پنځونې رانغاړي، د سپتمبر تر نهمې پورې د کاناډايي عکاس، جېف وال، عکسونه هم په لويه کچه او بڼه نندارې ته ايښودل شوي دي. د اوګوست رودېن او البرتو جاکومېتي په اثارو سره دغه تالار د مجسمو يو استثنايي کلکسيون هم لري. د نړۍ تر ټولو لوی شخصي کلکسيون دلته په دغه ودانۍ کې ځای پر ځای شوی دی چې د آنزېلم کيفر هنري اثار پکې هم شتون لري. د مانهايم د هنري اثارو تالار او په تېره ودانۍ يې خپله هم يوه ناندرئيزه موضوع وه ځکه چې د ودانۍ چاپېره ۴۴ ټنه فولاد پوښل شوي دي او دغه تعمير په عين وخت کې په داسې يو ځای کې موقعيت لري، چې د آرت نوُوه يا نوې هنري دورې ودنۍ پکې پرتې دي. منتقدين وايي چې د هنري اثارو تالار له دې کبله د ښار له نورو ودانيو سره نه جوړيږي.
«پر نويو لارو پل ايښودل»

د افتتاح په مراسمو کې د جېف وال تر څنګ د بادن وېرتن بېرګ آيالت د علمومو وزيرې، تېريزيا باور هم برخه واخيستله. هغې په خپله وينا کې د هنري اثارو پر ديجيتالي کېدو ټينګار وکړ چې په مرسته يې تماشاچيان کولای شي يو کتالوګ او په موزيم کې د ګرځېدو پلان ځان ته خپله برابر کاندي. مېرمن باور وويل: «هغه څوک چې غواړي د هنر او کلتور په مټ د ځوان نسل د تجربو نړۍ ته مخه وکړي، بايد په نويو لارو پل کښېږدي.»
دغه خبره بيا د موزيم د مديرې، اولريکه لورنڅ شعار هم دی. هغه وايي چې دغه هنري تالار بايد د هنر د پرستۍ او لمانځنې ځای نه وي، بلکې «داسې ځای وي چې بحثونه» پکې صورت نيسي.

د نازيانو له خوا په غلا شوو اثارو پسې لټون

د دغه شعار مطابق موزيم له خپلو اثارو سره هم انتقادي برخورد کوي. د ۲۰۱۱ کال راپه دې خوا د انځورونو او مجسمو د اصل او سرچينو په هکله تحقيقات پيل شوي دي. د ځينو اثارو په اړه دا شک موجود دی چې ښايي د نازيانو له خوا غلا شوي هنري اثار وي. د دغې موضوع په اړه يو نندارتون هم جوړ شو چې داسې اثار پکې نندارې وړاندې شوي وو چې ښايي د نازيانو له خوا غلا شوي وي. د دغه نندارتون د ليدلو له پاره ډېر خلک د مانهايم د هنري اثارو تالار ته ورغلي ول. يو بل نندارتون هم چې په مني کې شروع کيږي چې د امريکا له متحده آيالاتو او له پخواني شوروي اتحاد څخه اثار پکې نندارې ته ايښودل کيږي. هغه هم د روسيې او لويديځ تر منځ د اوکراين د کړکېچ له کبله او د سياسي ترينګلتيا له امله ښايي د ډېرو خلکو لېوالتيا او توجه ځان ته جلب کړي.

Bundespräsident Steinmeier besucht Kunsthalle Mannheim
د آلمان ولسمشر (کيڼ لاس) له خپلې مېرمنې (ښی لاس) او د موزیم له مديرې، اولريکه لونڅ سره د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۱۸مه نېټه د مانهايم دغه تالار ته ورغلي ولانځور: picture-alliance/dpa/U. Anspach

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (04.10.2017):