1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوسيال دموکرات ګوند دغړو رايه شمېرنه بشپړه سوه

۱۳۹۸ آبان ۴, شنبه

د آلمان سوسيال دموکراتان د خپل ګوند د رياست چوکۍ ته دوه رئيسان ټاکي. ويل سوي چي د شمېرل سوو رايو پايلي به شنبه ماښام اعلان سي.

https://p.dw.com/p/3Rz1T
Deutschland SPD-Regionalkonferenz in München | Gruppenbild
غړو د شپږو کانديدو جوړو تر منځ بايد انتخاب کړی وایانځور: picture-alliance/dpa/L. Mirgeler

د آلمان د سترو ګوندونو څخه سوسيال دموکرات (SPD) د دغه ګوند د رياست له پاره ټاکنې تر سره کړې. د رياست له پاره په دغو ټاکنو کي د ګوند ۴۳۰ زرو غړو حق درلود چي د لا برحال رئيسي اندريا نالس ځای ناستي وټاکي.

د رايه اچونې تر پړاو پوري د رياست له پاره شپږ جوړې کانديدان پاته ول. جوړې په دې معنی چي په دغو کانديدانو کي يوه مېرمنه او يو نارينه په شراکت ځان رياست ته کانديد کړی ؤ. دا ځکه چي د پلان له مخي به د دغه ګوند مشري له دې وروسته د يوې مېرمنې او يو نارينه له خوا په مشترکه توګه پر مخ بيوله کيږي.

د شنبې (۲۰۱۹ کال د اکتبور ۲۶مه) په سهار په برلين کي د دغه ګوند مرکز »ويلي براند هاوس« ته ۲۵۰ د ګوند رضاکاران رسېدلي ول او د رايو په شمېرنه يې پېل وکړ. هغوی د ځانګړي ماشين په مرسته وکولای سوای چي په ساعت کي ۲۰ زره په پاکټ کي بندي رايي له پاکټ څخه راوباسي او ويې شمېري. ويل سوي چي د رايه شمېرني پايلي به په ځايي وخت ماښام شپږ بجې اعلان سي.

خو د دغو ټاکنو ګټونکي به په اوتوماتيکه توګه د ګوند رئيسان نه وي. دا ځکه چي د رياست چوکۍ ته صرف هغه جوړه بريالۍ ګڼله کيږي چي له اچول سوو رايو څخه تر ۵۰ سلنې زياتي رايي يې اخيستي وي. که داسي نه وي نو به د تر ټولو زياتي رايي اخيستونکو دوو جوړو تر منځ د دويم پړاو ټاکنې تر سره سي.

سوسيال دموکرات ګوند د آلمان په برحال ائتلافي حکومت کي شريک ګوند دی. دغه ګوند په تيرو کالونو کي د محبوبيت او په ټاکنو کي د رايو د کمېدلو د ستونزو سره مخامخ دی. دغه ګوند له همدې کبله هيله لري چي خپل سياسي هويت او مرام د نوو چېلنجونو سره عيار او لا دقيق کړي. په دې ترڅ کي به د ګوند نوي رياستي جوړې ته زياتي ننګونې په مخ کي پرتې وي.

دي پي اې/ا.و.ا./ن.ص.