1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان، د دغه هیواد د ځواکونو د سیمه ییزو افغان کارکوونکو دویم هیواد

عارف فرهمند۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

کله چې بهرني ځواکونه افغانستان ته ورسیدل نو هغوی سیمه ییزو همکارانو د بیلګې په توګه ژباړونکو ته اړتیا لرله. له نړیوالو ځواکونو سره همکاري نه یوازي یو ویره نه وه بلکه ډیر شمیر کسانو ته یو ویاړ هم بلل کیده.

https://p.dw.com/p/1FL2E
انځور: picture-alliance/dpa

عثمان عارفي د میدان وردک ولایت په یوه روغتون کې تر څو کلونو کار وروسته، خبر شو چې آلماني ځواکونه ژباړونکو ته اړتیا لري. عارفي چې په آلماني ژبه پوهیده ښه چانس لاره. هغه کابل ته ولاړ او ډیر ژر له آلماني ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه وګومارل شو.

عارفي هغه ورځې په یادوي: «په آلماني ځواک سره د کار پیلول، زما له پاره یوازې یو کار نه وو، بلکه داسې احساس مې کاوه چې د خپل هیواد په آبادي او د امنیت په ټینګیدو کې برخه اخلم.»

عارفي د ۱۲ کلونو له پاره له آلماني ځواکونو سره کار وکړ او په ګزمو، غونډو او بیارغونې پروژو پر مهال د افغانانو او آلماني پوځیانو تر منځ اړیکې ټینګې کړې. خو په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د ماموریت له پای ته رسیدو سه عارفي له داسې یوه برخه لیک سره مخامخ شو چې ۱۲ کاله پخوا یې تصور نه شوای کولای.

هغه وایي: «زه له دې کبله چې له ۱۲ کلونو څخه د ډیرې مودې له پاره مې له آلمانی ځواکونو سره کار کړی وو، د امنیتي ګواښونو له کبله اړ شوم چې له افغانستان څخه آلمان ته راشم. اوس په شپږو میاشتو څخه د ډیرې مودې راهیسې له خپلې کورنۍ سره په آلمان کې اوسیږم.»

د آلماني ځواکونو د قوماندې مرکز ویلي دي چې ټول ټال ۱۲۰۱ افغان سیمه ییزو کارکوونکو آلمان ته د راتلو له پاره عریضې ورکړې دي. د ۱۱۹۵ عریضو تر څیړنې وروسته ۵۵۳ تنو ته آلمان ته د راتلو اجازه ورکړل شوې ده.

«د ډول غږ له لیرې ښه لږي»

نیمایي هغه کسان چې آلمان ته یې د راتلو غوښتنلیکونه منل شوي دي، د عارفي په توګه تر دې مخکې هیڅ وخت آلمان ته نه وو راغلي. د دغو کسانو ډلې څخه یو شمیر یې د ګواښونو له کبله آلمان ته کډن شوي وو، خو د یوه ښه ژوند هیله هم یو له هغو دلایلو څخه وو چې دوی يې له کبله آلمان ته کډه شول.

د آلمان د دفاع وزارت په حواله، دغو افغانانو ته سر کې درې کلنې ویزې ورکول کیږي چې د تمدیدیدو امکان یې هم شته. هغوی په آلمان کې تر اوو کلونو ژوند وروسته، په هغه صورت کې چې د خپل ژوند د لګښت برابرولو او له آلماني ژبې سره د کافي اشنایي لرلو په څیر شرایط پوره کړي، نو کولای شي چې آلماني دایمي ویزه او بیا تر اتو کلونو وروسته د دې هیواد تابیعت ترلاسه کړي.

خو هغه کسان چې آلمان ته راغلي دي په کومو شرایطو کې ژوند کوي؟ په آلمان کې د کار موندل، په خاصه توګه که یو کس په کافي اندازه آلماني ژبه پوه نه شي، اسانه نه دی.

که څه هم عارفي آلمان ته په سفر کولو سره د ښه چانس لرونکو کسانو له ډلې څخه دی، خو هغه په خپل نوي هیواد کې ستونزې په ګوته کوي. هغه د دې ضرب المثل په ویلو سره چې «د ډول غږ له لیرې ښه لږي» وايي چې په آلمان کې د ژوند شرایط تر هغه څه چې افغانان یې فکر کوي، سخت دي.

هغه زیاتوي: «په لومړي قدم کې باید کورنۍ او اولادونه آلماني ژبه زده کړي او د کار په لټه کې شي. د کډوالو له پاره د کار موندنه ستونزمن کار دی. پر دې سربیره په یوه بیګانه محیط کې د کورنۍ او ماشومانو له پاره ژوند هم یو ستونزمن کار دی.»

هغه افغانان چې تازه آلمان ته راځي د کار موندلو تر وخته پورې له دولت څخه مرستې ترلاسه کوي خو هغوی باید په یوه وخت کې کار وموندي او په دې ترتیب سره خپل او د خپلې کورنۍ مصارف پوره کړي.

عارفي دغو ستونزو ته په کتو سره وایي: «خپلو ټولو ملګرو او دوستانو او بیا په خاصه توګه هغو کسانو چې د پیسو ورکولو له لارې غواړي بهر ته راشي وایم چې له دغه شان پریکړې صرف نظر وکړي.»