1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د خلیج سمندري ماموریت کې پر ګډون فکر کوي

۱۳۹۸ مرداد ۶, یکشنبه

د آلمان پر حکومت د فارس په خليج کې د اروپا په احتمالي سمندري ماموریت کې د پوځي ونډې له کبله فشار مخ پر ډیریدو دی. د بریتانیا حکومت تیره دوشنبه د ګډ اروپايي ماموریت نظریه وړاندې کړې، خو ایران دغه څه «پارونه» بللې ده.

https://p.dw.com/p/3MqiO
Golf von Oman US Marine beobachtet Schiffe
انځور: Reuters/U.S. Navy/D. Holbert

د ایران او اروپايي هیوادونو ترمنځ تر تقابل وروسته، د تیرې دوشنبې په ورځ بریتانیې د فارس خليج په اوبو کې د ګډ اروپايي پوځي ماموریت وړانديز کړی دی. اوس پر برلین باندې په دغه ماموریت کې د پوځي ګډون له کبله فشارونه مخ پر ډیریدو دی. په امریکا متحده ایالتونو کې د آلمان پخوانی سفیر او د مونیخ امنیتي کنفرانس اوسنی مشر ولفګنګ ایشنګر د یکشنبې په ورځ د فارس خليج په اوبو کې د آلمان د لا ډیرې پوځي ښکیلتیا ملاتړ وکړ.

اوسمهال د بریتانیا او ایران ترمنځ د خلیج په اوبو کې د کښتیو د حقونو په برخه کې کشمکشونه راولاړ شوي او دواړو هیوادونو په سیمه کې د نفت د لیږدونکو کښتیو پر توقف لاس پورې کړی دی. د تیرې دوشنبې په ورځ لندن د نفت لیږدونکو کښتیو د امنیت له پاره د یوه ګډ اروپايي سمندري ماموریت وړاندیز وکړ.

د «ویلټ ام زونتاګ» په نامه له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې په امریکا د آلمان نوموړي پخواني سفیر ټینګار وکړ چې آلمان په دې [ماموریت] کې اخلاقي مسوولیت لري. ایشینګر وویل: «د صادراتو په برخه کې د مخکښ آلمان په څیر ډیر کم داسې هیوادونه دي چې د کښتیو پر نړیوالې خپلواکۍ متکي وي.» د نوموړي په خبره د همدې دلیل په خاطر که چیرته د خلیج په اوبو کې د یوه دفاعي ماموریت په هکله بحثونه کیږي، آلمان باید له یوې ګوښې څخه څارنه ونه کړي.

Infografik Restricted Iranian Airspace EN

د آلمان له لوري نه پریکړه

تر اوسه پورې په دغه سمندري ماموریت کې د ګډون په هکله آلمان کومه پریکړه نه ده کړې. د پنجشنبې په ورځ د آلمان د دفاع نوې ګمارل شوې وزیرې، انیګریت کرامپ کرنباور، وړاندیز وکړ چې آلمان ښايي د ایران سواحلو ته څیرمه د اروپا په سمندري ماموریت کې ګډون وکړي. په ورته وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، بیا د دې برعکس ویلي چې په دې برخه کې پلانونه تر اوسه په لومړيو پړاونو کې دي.

د جمعې په ورځ، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د فونکه میډیا په نامه د آلمان رسنیزې ډلې ته وویل: «دا چې آلمان به پکې ګډون وکړي، په دې اړه هغه وخت پریکړه کیدلی شي چې موږ د دغه راز یوه ماموریت د بڼې په هکله وضاحت ولرو.» ماس همدا راز وویل چې آلمان غواړي په دې وپوهیږي چې دغه راز یو ماموریت به د اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او یا د یوه بل کوم نړیوال سازمان تر څار لاندې ترسره شي او دا چې آیا په دې ماموریت کې به کښتۍ د پوځي تقابل له پاره چمتوالی ولري او که نه.

ایران وايي چې د خلیج اوبو امنیت به د سیمې هیوادونه نیسي.
ایران وايي چې د خلیج اوبو امنیت به د سیمې هیوادونه نیسي.انځور: AFP/Getty Images/H. Shirvani

یو «پارونکی» اقدام

په ورته وخت کې نن د یکشنبې په ورځ ایران د بریتانیا له لوري د فارس خلیج په اوبو کې د اروپا سمندري ماموریت یو «پارونکی» عمل ګڼلی دی. د ایسنا په نامه خبري آژانس د ایران د حکومت د ویاند، علي رابعي، له قوله لیکلي: «موږ اوریدلی چې دوی [اروپایان] غواړي د فارس په خلیج کې اروپايي کښتۍ وګماري کوم چې په طبیعې ډول د دښمنۍ یو پیغام له ځانه سره لیږدوي او دغه څه یو پارونکی عمل دی او ترینګلتیا ډیروي.»

د ایران د حکومت ویاند په خپلو څرګندونو کې همدا راز زیاته کړې چې ایران په دې باور دی چې له نفتو د غني خلیج امنیت به په سیمه کې د موجودو هیوادونو له لوري نیول کیږي.

AFP / KH-NS