1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان د بیولوژیکي وسلي د جوړولو په تور يو سړی نيولی

۱۳۹۷ خرداد ۲۴, پنجشنبه

سیف الله ح. د آلمان په کولن ښار کې وروسته له هغې پولیسو ونیو چې په کور کې یې توکسین زهرجن مواد وموندل شول. یوه ځایي رسنۍ لیکلي چې دغه شکمن کس په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته راغلی او احتمالا له ترهګرو سره یې خواخوږي لرله.

https://p.dw.com/p/2zY7N
Verdacht auf giftige Stoffe in Kölner Wohnung
انځور: picture-alliance/dpa/D. Young

فدرالي څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ دغه ۲۹ کلن تونسی په کولن ښار کې د بیولوژیکي وسلې په جوړولو تورن کړ. پولیسو د هغه په اپارتمان کې د توکسین په نوم وژونکي زهرجن مواد موندلي دي.

دغه کس چې یوازې د سیف الله ح. په نوم یاد شوی دی د جګړې د وسلو د کنترول له قانون څخه د سرغړونې په شک د پولیس په توقیف کې دی. دغه کس وروسته له هغې د پولیسو په توقیف کې دی چې د تیرې سه شنبې په ورځ ځانګړو پولیسو او اطفایې د چاپې په ترڅ کې د هغه په کور کې زهرجن مواد وموندل.

Rizinusbaum (Giftpflanze des Jahres 2018)
انځور: Imago/M. Ruckszio

د څارنوالانو په وینا امنیتي ځواکونه وروسته له هغه شکمن شول چې نوموړي د ارنډې بوټې زر دانې تخمونه او د قهوې میده کولو ماشین د انټرنیټ له لارې خریداري کړ او په وینا یي په بریالۍ توګه یې توکسین تولید کړل.

د دغه وژونکي زهرجنې مادې ملکیت د کیمیاوي وسلو د ۱۹۹۷م کال د کنوینسیون له مخې بند دی. د آلمان د روبرت کوخ انستیتوت د معلوماتو له مخې دغه مواد له ۳۶ ساعتونو څخه تر ۴۸ ساعتونو پورې د بدن د غړو د فعالیت د له منځه تللو یا مړینې سبب ګرځي. نوموړي انستیتوت دغه ماده د «بالقوه بيولوژیکي وسلې» په توګه درجه بندي کړې ده.

د کولن یوې ځایي ورځپاڼې د رپوټ له مخې دغه کس د ۲۰۱۶م کال په نومبر میاشت کې آلمان ته راغلی دی. ویل شوي دي چې دغه کسان احتمالا له داعش سره خواخوږي لرله. دغې ترهګرې ډلي په اروپا کې ځینې حملې تر سره کړي دي.

Verdacht auf giftige Stoffe in Kölner Wohnung
د شکمن کس پر کور د چاپې پر وخت محافظتي جامې اغوستل شوې وېانځور: picture-alliance/dpa/D. Young

خو څارنوالانو ویلي دي چې په دې هکله یې شواهد نه دي موندلي چې دغه کس کوم برید پلاناوه او که يا هم د کوم ترهګر سازمان غړی وو.

ورځپاڼې دا رپوټ هم ورکړی دی چې چارواکو له یوه وخت راهیسې دغه کس څاره. زیاته شوې ده چې پولیسو ظاهرا وروسته له هغې د دغه کس پر کور د چاپې وهلو پریکړه وکړه چې دا خبره یې معلومه کړه چې نوموړي د ارنډه بوټې دانې د انټرنیټ له لارې رانیولي دي.

د آلمان خبري آژانس رپورټ ورکړی دی چې د دغه شکمن کس میرمن، چې له هغه سره په آپارتمان کې اوسیده د میړه په شکمن کې هیڅ ډول ښکیلتیا نه لري.

د لیکوال یادښت: دویچه ویله د آلمان د رسنیو قانون مراعاتوي، کوم چې د تورن مجرم یا قرباني کس د شخصي حریم پر خوندي ساتلو ټینګار کوي او دا موږ مکلفوي چې په دغسې قضیو کې له پوره نوم اخیستلو ډډه وشي.

الکسندر پیرسن/س.ر.