1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د برقي لاریو له پاره لومړنی ازمایښي مسیر جوړ کړی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

د آلمان په لویو لارو کې د برقي لاریو د حرکت له پاره ځانګړی سیستم جوړیږي.د آلمان د هېسن ایالت پر یوې لویې لارې د لومړي ځل له پاره د چاپيریال ساتنې په برخه کې د یوه ګام په توګه د بریښنا مزي غځول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3IETv
Deutschland E-Highway Hessen A5 Teststrecke
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stein

 

ډیر ژر به بار وړونکي موټرې په برقي کیبلونو سمبال مسیر کې حرکت وکړي. د سه شنبې په ورځ (د می میاشتې ۷) د آلمان د هېسن ایالت په سویل کې پر ۵ نمبر هايي وی یا لویه لاره داسې یوه برقي لاره و آزمويله شوه.

همدا اوس د پنځم نمبر هايي وی یا لویې لارې دواړه خواوې د ۵ کیلومترو په اوږدوالي سره پر الیکتروني مزو یا کیبلونو سمبالې شوې دي. په دې لویې لارې هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ زره موټرې تګ راتګ کوي چې لږ تر لږه ۱۰ سلنه یي بار وړونکي موټرې دي.

د برقي لاریو تخنیک، میترو یا برقي موټرو ته ورته والی لري. هر لارۍ موټر لویې لارې ته تر داخلیدو وروسته د سړک د پاسه له برقي مزې سره وصلیږي او له دې لارې د موټر د اړتیا وړ انرژي له برقي مزي څخه ترلاسه کوي.

دغه بار وړونکي موټرې له دغې لویې لارې تر وتلو وروسته هم کولی شي په بترۍ کې له زیرمه شوي بریښنا څخه په استفادې خپل حرکت ته دوام ورکړي او د ذخیره شوي انرژۍ تر ختمیدو وروسته، بیرته له ډیزلي ماشين سره حرکت وکړي.

په پام کې ده چې تر ۲۰۲۲ م کاله پورې به د آلمان د حمل و نقل ۵ لویې شرکتونه خپلې لارې موټرې په برقي دستګاو سبال کړي. د دې کار هدف دا دی چې له یوې خوا به دغه موټرې د چاپیریال ساتنې له اصولو سره برابرې شي او له بلې خوا به په سړکونو کې شور ماشور هم راکم کړي. 

دغه تجربه چې د آلمان په هېسن ایالت کې ترسره شو، د ترانسپورت د راتلونکي له پاره ډیر مهم ګڼل کیږي او ډیر ژر به دغه ټکنالوژي د آلمان په نورو ښارنو کې هم و آزمويله شي.

د یادونې وړ ده چې د دې کار عملي کول ډیرې بودیجې ته اړتیا لري چې د انرژۍ د بیو په کمیدو سره باید جبران شي.

دویچه ویله فارسي/ ش. ن/ ب. ص