آلمان - د بایرن ايالت پر سرحد کنترول د اساسي قانون خلاف دی
۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبهد آلمان په بایرن ایالت کې د آلمان - اتریش پر پوله د کنترول په موخه د بایرن ايالت د پولیسو ګومارل د دې هیواد د اساسي قانون خلاف یو کار ګڼل شوی دی. آلماني حقوق پوهانو ویلي دي چې دغه اقدام د آلمان د فدرالي پولیسو صلاحیت او مسئولیت کمزوری کوي.
په آلمان کې د رسنیو د رپوټونو په حواله، په بایرن ایالت کې د آلمان - اتریش پر ګډه پوله باندې د سرحد د کنترول په موخه د بایرن د ایالتي پولیسو ګومارل د دې هیواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دی. په آلمان کې د «زود دویچه څایتونګ» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د آلمان د زرغون ګوند په غوښتنه د حقوقي کارپوهانو د دغې اروزنې په هکله رپوټ خپور کړی دی.
د آلمان د زرغون ګوند د فراکسیون یا ډلې مشرې کترین ګورینګ اکهارت د دې هیواد د کورنیو چارو له وزیر هورست زیهوفر څخه غوښتي دي چې په بایرن ایالت کې د سرحد د خوندیتوب له پاره دې د فدرالي پولیسو د ګډې همکارۍ طرحه وځنډوي. د هغې په وینا دغه کار د آلمان د اساسي قانون خلاف یو عمل دی.
د ۲۰۱۵م کال له مني راهیسې، د آلمان او اتریش د پولې په اوږدو کې د تګ راتګ په درو سیمو کې د آلمان فدرالي پولیس د کنترول او څارنې ماموریت پر غاړه لري. د روان کال په جولای میاشت کې د بایرن ایالتي حکومت د دې ایالت سرحدي پولیسو ته د سرحدونو د کنترول ماموریت هم وسپاره.
تر دغې پیښې وروسته د آلمان له رکنسبورګ ښار څخه د دولتي حقوقو کارپوه تورستن کینګرن او له دوسلدورف څخه د آلمان د اساسي قانون کارپوه زوفي شونبرګر د آلمان د زرغون ګوند په غوښتنه یوه ګډه ارزونه ترسره کړې ده. دوی تر ارزونې وروسته ویلي چې د سرحدونو د کنترول له پاره د بایرن د ایالتي پولیسو ګومارل د آلمان له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.
په دې ارزونه کې همدا راز راغلي: «د آلمان د فدرالي پولیسو سره په موازي توګه د بایرن د ایالتي سرحدي پولیسو ګومارل، د پولو د ساتنې په برخه کې د فدرالي [پولیسو] مسئولیت کمزوری کوي.»
د زود دویچه څایتونګ په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ په حواله د بایرن ایالتي حکومت په ۲۰۱۷م کال کې د بایرن د ایالتي پولیسو دندې د دې هیواد د اساسي قانون برخلاف، ډیرې او پراخې کړې دي.
په عین حال کې له ۲۰۰۸م کال راهيسي، د بایرن ایالتي پولیس د پولې پر سر د تګ راتګ د کنترول په برخه کې مسئولیت لري خو دغه کار یوازې د هوايي ترافیک په برخه کې عملي کیږي. د ۲۰۱۸م کال په اګست میاشت کې د پولیسو د وظایفو په قانون کې د بایرن ایالتي پولیسو ته د پولې د ترافیک د بشپړ کنترول واک او صلاحت ور زیات کړل شو. په اصل کې د آلمان د پولو د کنترول دنده، د دې هیواد د فدرالي پولیسو ده.
یادو حقوق پوهانو په خپله ارزونه کې همدا راز لیکلي دي چې د آلمان د اساسي قانون محکمه هم موازي صلاحیتونه ردوي. د دوی د ارزونې په یوه برخه کې راغلي دي چې دغه مسوولیت دې یاد د آلمان فدرال حکومت او یا ایالتي حکومت پر غاړه واخلي.
دغو حقوق پوهانو زیاته کړې چې د آلمان د پولو د کنترول په قانون کې د بایرن ایالت له پاره په ځانګړې توګه د پاسپورت د کنترول په برخه کې هیڅ راز قانوني صلاحیت په پام کې نه دی نیول شوی. له بل اړخه، دغه ایالت د پولو د ساتنې په برخه کې اداري صلاحیت او اختیارات هم نه لري.