1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د بايرن آيالتي ټاکنې ولې ډېر اهميت لري؟

۱۳۹۷ مهر ۲۱, شنبه

د آلمان په بايرن آيالت کې سبا انتخابات تر سره کيږي. دا په داسې حال کې ده چې د سي اس يو ګوند د اصلي څېرې شتراوس د مرګ راهيسې دېرش کاله پوره شول. هغه د بايرن پخوانی صدراعظم وو او ۲۷ کاله يې د سي اس يو ګوند مشري هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/36Tjo
Bayerische Flagge mit Wappenlöwen
انځور: picture-alliance/imageBROKER/C. Reisinger

د فرانڅ يوزف شتراوس په وخت کې لا دغه رواج او دود موجود وو چې د مسيحي سوسيال يا سي اس يو ګوند مشر او د بايرن آيالت صدراعظم به همېشه عين نفر وو. خو تقريبا نيم کال کيږي چې په بايرن کې دغه حالت تغيير خوړلی دی. د ګوند مشري د هورست زېهوفر په غاړه ده، په داسې حال کې چې د بايرن صدراعظم اوس مارکوس زوېدر دی. هورست زېهوفر اوس د بايرن پر ځای په برلين کې اوسيږي او د آلمان د کورنيو چارو وزير مقرر شوی دی. هغه په بايرن کې نور د پخوا په څېر مطرح نه دی، لکه دی چې يې خپله هم وايي: «ما اوس په دې لاره کې چې راروان وم، خپل کوم پلاکات يعنې کومه اشتهاري لوحه نه ده ليدلې.»

پخواني سياستوال شتراوس ته د احترام نه پرته دغو دواړو سياستوالو يوازې په دې توافق کړی دی چې يوازې يو نفر بايد ځان مطرح کړي. هغه پرېکړه چې څوک به له سياسي صحنې څخه وځي، ښايي د اکتوبر په څوارلسمه نېټه د ولس له خوا وشي، يعنې په هغه ورځ چې په بايرن کې نوی آيالتي پارلمان ټاکل کيږي. دا په داسې حال کې ده چې محافظه پال ګوندونه په دې وروستيو کې د آلمان دپاره د بديل ګوند يا آی اف دي له خوا تر فشار لاندې راغلي دي. د بايرن صدراعظم زويدر، په آلمان کې د خپل ګوند د رول او نقش په هکله وايي: «د اتحاد ګوندونو ښي لوري ته بايد هيڅ مشروع دموکراتيک ځواک نه وي. شتراوس به هرومرو د بديل ګوند پر ضد مبارزه کړې وای.» خو نه يوازې د بايرن د آيالتي پارلمان تشکيل مطرح دی، بلکې د آلمان په پلازمېنه برلين کې به هم ډېرې سترګې دغه جريان څاري.
د بايرن سي اس يو ګوند استثنايي بڼه لري

دا ځکه چې د بايرن محافظه پال، سي اس يو ګوند د شپږو لسيزو راهيسې تقريبا په يوازې ځان په بايرن کې حکومت کړی دی. سره له دې چې دغه ګوند ته سړی يوازې په بايرن کې رايه ورکولی شي، خو هغه په برلين کې هم يوه نمايندګي لري. د ۲۰۱۷ کال په سراسري انتخاباتو کې د سي اس يو ګوند د ټول آلمان په کچه ۶،۲ سلنه رايې خپلې کړې وې چې د پنځو فيصدو له حد اقل کچې څخه هم اوښتی دی. دغه حد اقل شمېر ته اړتيا وي څو يو ګوند وکولای شي پخپله هم د آلمان فدرالي پارلمان ته لاره پيدا کړي. له بل محافظه پال سي دي يو يا مسيحي دموکرات ګوند سره يو ځای دغه ګوند د آلمان په پارلمان کې يو واحد فراکسيون تشکيلوي. په دې وروستيو کې نه يوازې عوام پال د آلمان د پاره د بديل ګوند يا آی اف دي پياوړی شوی دی، بلکې زرغون يا د شنو ګوند هم پتېيله ده چې د سي اس يو ګوند مطلق اکثريت پای ته ورسوي او خپله هم حکومتي صلاحيت تر لاسه کړي. داسې ښکاري چې مسيحي سوسيال ګوند به خپل اکثريت له لاسه ورکړي. په نظرپوښتنو کې څرګنده شوې ده چې خپل محبوبيت يې تر ډېره بايللی دی. په داسې حال کې چې پنځه کاله پخوا يې د پنځوس سلنې رايه ورکوونکو رايې خپلولی شوای، خو اوس په نظرپوښتنو کې ورته يوازې د دريمې برخې د رايو د اخيستلو اټکل شوی دی.        

Bildkombo CSU Politiker
د آلمان د مسيحي سوسيال ګوند مطرح سياستوال