1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د امريکا پر پوځي اډو په ميليونو يورو مصرفوي

۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

امریکا متحده ايالاتو آلمان ته ګواښ کړی دی چي که خپله نظامي بودجه زياته نه کړي، له آلمان څخه به خپل نظامي اډې وباسي.

https://p.dw.com/p/3OGHa
Deutschland Ramstein - US Air Base
انځور: Getty Images/AFP/J.-C. Verhaegen

د آلمان حکومت په تيرو ۷ کلونو کي په آلمان کي د امريکا پر پوځي اډو ۲۴۳ ميليونه يورو مصرف کړي دي.

په دغو مصارفو کي د هغو کارګرو مصارف شامل دي چي پخوا يې په دغو امریکايي اډو کي کار کړی. آلمان د دې تر څنګ له ياد مقدار پيسو څخه يوه برخه د امریکا د پوځي اډو د ودانيو په ترميم هم لګولي دي.

جرمني د يادو ۲۴۳ ميليونو يورو تر څنګ ۴۸۰ ميليونه يورو له ناټو سره تړلي رغنيزو پروژو له پاره »تقريبا په بشپړه توګه« امريکايي بانکي حسابونو ته لېږلي دي.

د آلمان د خبري آژانس د راپور پر اساس يادې شمېرې او معلومات د آلمان حکومت په پارلمان کي د اپوزيسيون د کيڼ ګوند د يو استازي د سوال په جواب کي ورکړي دي.

په آلمان کي تقريبا ۳۵ زره امريکايي عسکر مستقر دي چي په دې توګه نو آلمان په اروپا کي تر نورو ټولو هيوادونو زياتو امريکايي عسکرو ته ځای ورکړی دی.

د ياد شمېر عسکرو تر څنګ نژدې ۱۷ زره امريکايي ملکيان هم په آلمان کي دي چي له امريکايي عسکرو سره کار کوي. په آلمان کي په موجودو امريکايي پوځي اډو کي نژدې ۱۲ زره آلمانيان هم په کار بوخت دي.

امريکا متحده ايالاتو داسي ګواښ کړی ؤ چي که آلمان خپل نظامي مصارف جګ نه کړي، نو امريکا به له جرمني څخه خپل عسکر وباسي. له آلمان څخه د وتلو وروسته د دغو عسکرو په پولند کي د مستقر کولو امکان بيان سوی ؤ.

د امريکا متحده ايالاتو او آلمان تر منځ پر دې اختلاف نظر موجود دی چي آلمان بايد د خپلې کلنۍ بودجې کومه برخه پر دفاع او د ناټو له پاره ځانګړې کړي.

لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل د امريکا متحده ايالاتو له خوا دا ګواښ چي له آلمان څخه به خپل عسکر وباسي ډېر عاجل او سخت نه ؤ ارزولی. خو مېرکل دا هم ويلي ول چي آلمان بايد د خپلو نظامي وړتیاؤ د زیاتولو له پاره کار وکړي.

آژانسونه/ا.ا./ن.ز.