1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان - د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد اعتراضونه

۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبه

لسونو تنو د آلمان په کولن ښار کې په افغانستان کې د جګړو د زياتيدو او دغه هيواد ته د رد شوو افغانانو د اخراجونو پر ضد اعتراضونه وکړل. دوی افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ د سملاسي درولو غوښتونکي شول.

https://p.dw.com/p/38Sry
Deutschland Köln Solidaritatskundgebung mit Afghanen
انځور: Sahiba Mashhadi

دغه اعتراضي غونډه د مدني ټولنو، د مهاجرو د حقونو څخه ملاتړ کونکو او د بشري حقونو د بنسټونو له خوا په لاره اچول شوې وه. د غونډې تنظيمونکو وويل چې په دغو اعتراضاتو کې شاوخوا ۱۰۰ تنو ګډون کړی دی. اعتراض کونکي افغان مهاجر، پناه غوښتونکي، آلمانان او د ځينو نورو هيوادونو اتباع ول. په دغې غونډه کې د اروپايي اتحاديې څخه وغوښتل شول چې د افغانستان له وضعيت څخه په جدي توګه نظارت وکړي.

په کولن ښار کې د افغان مهاجرو ټولنې او د دغې اعتراضي غونډې يو سمبالونکي حسن فکرت وويل چې په افغانستان کې وروستۍ جګړې «ډيرې وحشتناکې» دي او نړيواله ټولنه يې نه بايد پر وړاندې بې تفاوتي وکړي: «په خپله ولسشمر ويلي چې په ورستيو څلورو کلونو کې له ۲۸ زرو څخه ډير امنيتي ځواکونه په افغانستان کې وژل شوي دي. دا ډير وحشتناک ارقام دي.»

افغان حکومت د ۲۰۱۷م کال د نومبر مياشتې راهيسې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو آمار په محرمانه ډول ساتلي او له خپريدا يې ډډه کړې ده. خو ولسمشر اشرف غني تيره اوونۍ په خپلې يوې ويډيويې وينا کې د امريکا د جان هاپکينس پوهنتون کې ميشتو امريکايي مخاطبانو ته وويل چې «په تيرو څلورو کلونو کې د افغانستان ۲۸۵۲۹ امنيتي ځواکونه وژل شوي، خو د کمانډويي او هوايي ځواکونو پر مټ توانيدلي چې له لاسه وتلې سيمې بيرته ونيسي. په دغې موده کې ۵۸ تنه امريکايي ځواکونه چې د جګړيزو عملياتو مسئوليت يې لاره هم په افغانستان کې وژل شوي دي.» غني وويل چې طالبان به د افغانستان د جګړې ګټونکي نه شي.

Deutschland Köln Solidaritatskundgebung mit Afghanen
افغان مهاجر د آلمان په کلن ښار کې د اعتراضي غونډې پر مهالانځور: Sahiba Mashhadi

خو په کولن ښار کې اعتراض کوونکو په افغانستان کې د تلفاتو لوړيدا ته په کتو وويل چې افغانستان کې جګړې زور اخيستی او شاوخوا نيمه برخه د افغانستان د طالبانو په لاس کې ده، خو لا هم د اروپايي اتحاديې په ځانګړې توګه آلمان په افغانستان کې د امن سيمو څخه خبرې کوي چې کولای شي رد شوي افغانان ورته اخراج کړي. 

حسن فکرت د ۲۴ تنو افغان مهاجرو په هکله چې تيره اوونۍ اخراج شول وويل: «کوم قرارداد چې د اخراج له پاره جوړ شوی وو، نيټه يې د همدې مياشتې په څلورمه پای ته رسيده او موږ هيله مند وو چې افغان دولت به د افغان کړيدلو مهاجرو غږ واوري او هغه به نور نه تمديدوي. خو وروستي اخراج وښوده چې دغه قرارداد په احتمالي توګه د دوو کلونو له پاره د افغانستان او آلمان دولتونو تر منځ تمديد شوی دی.»

دا اتلسم ځل دی چې د آلمان حکومت رد شوي افغان مهاجر په پروازونو کې بيرته افغانستان ته اخراجوي. له آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراجونو پر ضد، تر دې مخکې هم د آلمان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې او اعتراضي غونډې ترسره شوې وې.

رضا شیرمحمدی/ م. ک. ص