1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د افراطي اسلامپالو ښځو شبکه څارل کيږي

۱۳۹۶ دی ۶, چهارشنبه

د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت استخبارات د افراطي اسلامپالو ښځو شبکې په اړه انديښمنه ده. هغه ښځې چې مړونه یې په زندان کې دي، د افراطي اسلامپالو په صفونو کې د هغوی تشه ډکوي.

https://p.dw.com/p/2pygx
Deutschland Salafismus Frauen
انځور: picture alliance/dpa/U. Deck

د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت د استخباراتو مشر بورکارد فراير«Frankfurter Allgemeinen Zeitung » ورځپاڼي ته وويل: «موږ په نورد راين ويسفالن کې په اصطلاح د خويندو يوه ۴۰ کسيزه شبکه څارو.» ده زياته کړه چې دغه شبکه د سلفي افکارو او توضيحاتو يو بشپړ پروگرام چلوي، چې د ماشومانو له روزنې څخه نيولې بيا تر پخلي او ديني احکامو او «کفارو» پر ضد پارونې پورې هر څه پکښې دي. فراير وويل چې د سلفيانو دغه شبکه د انترنت له لاري په منظم ډول تبليغ کوي.

سلفيزم د اسلام يو ډير محافظه پال غورځنگ دی چې پلويان یې يوازي او يوازې د قرآن پاک ارشاداتو ته مراجعه کوي او هر ډول عصريتوب ردوي. د ډيرو سلفيانو هدف دولت، حقوقي سستم او ټولني ته په بشپړه توگه داسې بدلون ورکول دي چې د دوی پر قوانينو او اصولو برابر وي.

سلفيزم «کورنۍ معامله»

د استخباراتي معلوماتو پر اساس ښځي له کوچنيوالي څخه خپلو ماشومانو ته دغه ډول روزنه ورکوي او په سلفي عقايدو سره یې روزي. ويل شوي دي چې: «په دې توگه سلفيزم په کورنۍ پورې مربوطه يوه چاره گرځي. او داسې يو څه منځ ته راځي چې بيرته له منځه وړل یې ډير مشکل وي: يعني يوه سلفي ټولنه، او يا یې ځيني برخې.»

فراير، له يادي ورځپاڼي سره په خبرو کې زياته کړه چې که څه هم هر سلفي ترهگر نه وي، خو په عين حال کې يې ټينگار وکړ چې: «هر جهادي ترهگر چې موږ په دې تيرو کلونو کې په اروپا کې ليدلی، د سلفيانو له صفونو څخه وو.»

د آلمان خبري آژانس (ډي پي آې) د دسمبر مياشتي په نيمايي کې د استخباراتي کړيو له خوا معلومات ترلاسه کړي چې د آلمان امنيتي ادارو ځيني ښځې او ځوانان د سلفي خطر پيښونکو په توگه درجه بندي کړي دي.

آژانسونه (ب. ص/ ن. ز)

زموږ له ارشيف څخه: