آلمان ته د يوه اخراج شوي افغان کډوال د بېرته راوستلو غوښتنه
۱۳۹۹ آذر ۲۹, شنبهد برلين د تيرګارتن په محکمه کې يوه جاري قضيه دا خبره څېړي چې په دغه افغان کډوال باندې د تعصب او توکم پالنې له مخې بريد شوی دی او که نه. په روانه حقوقي قضيه کې اوس دغه افغان د اصلي شاهد او د مدعيانو له جملې څخه بلل کيږي.
دغه بريد د ۲۰۱۷ کال په اپريل کې د مترو له يوه تمځای سره شوی دی چې ويل کيږي يو پوليس هم پکې ښکېل وو. د دغه افغان اصلي نوم په خبرپاڼه کې نه دی ښودل شوی. دغه افغان د روان کال په مارچ مياشت کې افغانستان ته اخراج شوی دی سره له دې چې څارنوالي ورته د شاهد په توګه اړتيا لري.
د برلين د کډوالو شورا، د پرو آزول او ريچ آوت په نوم ټولنو او همداراز د مدافع وکيلانو يوې اتحاديې اوس غوښتنه کړې چې دغه کس چې مستعار نوم يې جميل احمدي ښودل شوی دی، بايد فورا برلين ته بېرته راوستل شي.
د کرونا په وجه له تقريبا يو کلن ځنډ وروسته ټاکل شوې دغه جزايي قضيه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شلمه بېرته پيل شي. د جميل احمدي ملاتړکوونکي سربېره پر دې دا غوښتنه هم لري چې نوموړی دې د تعصبي تاوتريخوالي د يوې پېښې د قرباني په توګه په آلمان کې د اقامت اجازه تر لاسه کړي.
داسې ويل کيږي چې نوموړي افغان د بريد له کبله سخت ټکان خوړلی او هغه «له مترو څخه شړل شوی» دی چې له دې وروسته «هغه بې سرپناه شو، مخدره مواد يې وکارول او بندي شو.»
د ډېرو جرمونو له کبله چې دی ورباندې تورن وو، نوموړی بالاخره له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شو.
اي پي دي/ن ص/خ ح
زموږ له آرشیف څخه: