1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د روسي ګازو نل ليکه ـ جنجال په څه دی؟

۱۳۹۷ تیر ۲۴, یکشنبه

برلین د نورد ستریم ۲ په نامه د آلمان او روسیې ترمنځ د ګازو د نل لیکې له کبله تر ډیر فشار لاندې دی. ټاکل شوې دغه نل لیکه به د بالتیک سمندر له لارې روسیه او آلمان وصل کړي. د دې سترې اقتصادي پروژې ځینې حقایق څه دي؟

https://p.dw.com/p/31TeZ
Nord Stream 2 Pipeline
انځور: Imago/N. Fellechner

نورد ستریم ۲ څرنګه پروژه ده؟

د آلمان او روسیې ترمنځ د ګازو دغه نل لیکه به دواړه هيوادونه سره وصل کړي او په دې ترتیب سره به آلمان ته د روسیې د ګازو صادرات د پخوا په پرتله دوه برابره زيات شي. په ۲۰۱۷م کال کې آلمان ۵۳ میلیارده مترمکعب ګاز له روسیې وارد کړی کوم چې د آلمان د ګازو د ټول مصرف ۴۰ فیصده برخه جوړوي. ټاکل شوې چې د نورد ستریم نل ليکې له لارې به ۵۵ میلیارد متر مکعب ګاز په کلني ډول آلمان ته انتقال کړل شي.

د آلمان او روسیې ترمنځ د ګازو د انتقال له پاره مسکو په خپله خاوره کې د شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره پایپ لاین جوړولو موافقه کړې کوم چې د روسیې ساینت پیترزبرګ ښار ته څیرمه له اوس لوګا څخه پیلیږي او د آلمان په شمال شرق کې د ګریفس والد تر سیمې پورې غځول کیږي. دغه پایپ لاین به د بالتیک سمندر له لارې د نورد ستریم ۱ پایپ لاین تر څنګ وغځول شي. د نورد ستریم ۱ د ګازو پایپ لاین په ۲۰۱۱م کال کې په فعالیت پیل کړی وو او له دې لارې له روسیې څخه آلمان ته همدا اوس هم د ګازو انتقال ادامه لري.

Infografik Karte Gaspipelines Europa Nord Stream ENG

د نل لیکې د مصارفو په برخه کې د روسیې د ګازپروم په نامه یو ستر شرکت د دغې سترې اقتصادي پروژ یو سهم لرونکی دی. دغه شرکت د ۱۱،۱ میلیارده ډالرو د دغې پروژې د عملي کولو مسوولیت پر غاړه لري. ګازپرون په خپله هم د دې پروژې د مصارفو نیمايي برخه پرې کوي. پاتې نور مصارف یې بیا د پنځو غربي شرکتونو لکه انګي، او. ایم. وي. رویال ډچ شیل، یونیپر او وینترشال په نامه شرکتونه پرې کوي.

د پروژې جنجالي اړخونه؟

د ګازو دغه نل لیکه د مرکزي او شرقي اروپايي هیوادونو له لارې لکه سلواکیا او پولنډ له لارې تیریږي او د نل لیکې د ترانزیت له فیس څخه هم محرومه دي. سربیره پر دې په دې پروژې سره به روسیه وکولی شي چې په د خپلو ګازو تر ټولو ارزښتمند خریدار ته خپل ګاز په مستقیمه توګه وپلوري. په عین وخت کې دغه پروژه به روسیې ته دا امکان هم په لاس ورکړي چې شرقي اروپا ته اوسنۍ د ګازو نل لیکه په آسانۍ سره وتړي.

Nord Stream 2 - Verladung der Rohre in Sassnitz
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten

د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې د اروپايي ټولنې کمیسیون د دې سترې اقتصادي پروژې له ملاتړه په شا او د اروپايي ټولنې د ګازو په برخه کې یې د بدلون د اقداماتو په برخه کې یې ونډه اخیستل رد کړل. په عین وخت کې د چاپیریال ساتنې ځینې فعالان بیا پر دغې پروژې نیوکه کوي او وايي چې د نل لیکلې په مسیر کې پروت د بالتیک سمندر به له دې پروژې زیان وویني.

د پروژې بل جنجالي اړخ هغه د اوکراین ښکیلتیا ده. د نوې پروژې په عملي کولو سره روسیه کولی شي په آسانی سره پر اوکریان باندې خپل ګاز بند کړي او په دې ترتیب سر کیف تر فشار لاندې راولي. اوکراین اوسمهال د ګازو د نل لیکې د ترانزیت د فیس له لارې په کلني ډول ۲ میلیارده ډالر ترلاسه کوي کوم چې د دې هیواد له پاره د عاید تر ټولو اصلي سرچینه ګڼل کیږي. هر وخت چې روسیې د ګازو نل بند کړی، دغه کار د ګازپروم په نامه شرکت او په غرب کې بډایه اروپايي هیوادونه له مالي اړخه زیانمن کړي دي.

Ostesee-Pipeline Nordstream
انځور: picture alliance/dpa/a. Kudenko

د جنجال بل اړخ د متحده ایالاتو موقف دی. په نړیواله سطحه انتقاد کوونکي برلین ته ګوته نیسي او وايي چې خپل متحدین یې له پامه غورځولي او پر ځای یې د روسیې صندوقونه له پیسو ډک کړي دي. د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې ولسمشر ترمپ پر برلین باندې د انرژۍ د سیاست په برخه کې سخت انتقادونه وکړل او آلمان یې د روسیې د «زنداني» په توګه یاد کړ.  ولسمشر ترمپ پر خپله ټویټر پاڼه په دې هکله لیکلي وو: «په پایپ لاین کې ډالر لیږل د منلو وړ نه دي.»

د نورد ستریم ۲ په هکله د امریکا متحده ایالات انتقادونه یو بل عملي اړخ هم لري. د امریکا ځینو شرکتونو لا له وړاندې نه پر یو شمیر اروپايي هیوادونو باندې خپل ګاز پلورل پیل کړي دي. امریکايي چارواکي هم د دغه سیاست ملاتړ کوي او وايي چې اروپا باید د روسیې بدیل پیدا کړي. خو سربیره پر دې بیا هم د امریکا ګاز د روسیې د ګازو د نل لیکلې له لارې تر انتقالیدونکي ګازو ډیر لوړ تمامیږي.

Ostseepipeline Nord Stream
انځور: picture alliance/dpa/S. Sauer

د نورد ستریم ۲ راتلونکی څرنګه دی؟

تر اوسه پورې آلمان تل ویلي چې دغه پروژه په اصل کې یوازې اقتصادي بعد او اړخ لري. د آلمان چارواکي ټینګار کوي چې غربي آلمان د سړې جګړې پرمهال له پخواني شوروي څخه ګاز انتقالول او دا چې مسکو د آلمان د ګازو د اړتیا په پرتله په خپله ډیر علاقمند دی چې خپل ګاز صادر کړي. په عین وخت کې په داسې حال کې چې د اروپا د ګازو زیرمې مخ په خلاصیدو دي او آلما هم د بریښنا له پاره خپل اتومي بټۍ ختموي، برلین په داسې یوه وخت کې د انرژۍ یوې دوامداره سرچینې ته اړتیا لري ترڅو په اوږد مهاله کې د بدیلې انرژۍ له پاره خپل بدلون عملي کړي.

Nord Stream 2-Baustelle in Lubmin
انځور: picture alliance/dpa/S. Sauer

رغنیزې چارې ادامه لري

آلماني چارواکو لا له وړاندې نه د رغنیزو چارو له پاره ټولې اجازې پر میز ایښې دي او هرڅه یې بشپړ کړي دي. ټاکل شوې چې د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې به د آلمان په ګریفس والد کې د آلمان لخوا هم د ګازو د نل لیکې د رغولو کار پیل شي. په عین وخت کې فنلنډ او سویډن هم د رغونې چارې تائید کړي او ډنمارک لا هم د چاپیریال اړوند مسائیلو له امله تر اوسه پورې پریکړه نه ده کړې. خو بیا د پروژې تنظیم کوونکو ویلي چې ان د ډنمارک د ویټو سربیره، د ګازو پایپ لاین به له بدیلې لارې عملي کړل شي. د اوسني پلان له مخې، د نورد ستریم ۲ رغنیزې چارې باید د ۲۰۱۹م کال تر پایه وړاندې بشپړې شي.