1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان تر ۹۰ ډیر شکمن کسان اخراج کړي دي

۱۳۹۸ آذر ۱۶, شنبه

آلمان له ۲۰۱۶م کال راهیسې تر اوسه پورې داسې په لسګونو کسان اخراج کړي دي چې شک پرې کیده د کوم ترهګریز برید صلاحیت او یا یي هم اراده لري. دغه ارقام د یوې پارلماني پوښتنې په ځواب کې ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3UNHA
Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلماني ورځپاڼې«دیر شپیګل» په حواله په ۲۰۱۶م کال کې په برلين کې د لارۍ موټر په وسیله د کریسمس پر مارکیټ تر برید وروسته آلمان ۹۰ داسې کسان اخراج کړي دي چې پر هغو د ترهګریز برید ترسره کولو د ارادې یا صلاحیت درلودلو شک موجود وو.

د شپیګل مجلې په حواله د حکومت له خوا دغه معلومات د FDP یا آزاد دیموکرات ګوند د پارلماني کمیټې د تفتیش په ځواب کې وړاندې شوي دي. په عام ډول د آلمان استخباراتي اداره د داسې کسانو په اړه معلومات راټولوي کوم چې د احتمالي ترهګریز برید یا د دغه هیواد د امنیت له پاره د خطر پيښولو شک پرې کیږي.

چارواکو د آلمان د آزاد دیموکرات ګوند د پوښتنې په ځواب کې ویلی دي په اخراج شويو کسانو کې ۴۰ سلنه یي عراقي اتباع او پاتې نور یي د ترکیي او روسیي هیوادونو اتباع یا پناه غوښتونکي ول.

همدا اوس د آلمان حکومت د ۲۲۵ شکمنو کسانو په اړه د تحقیقاتو لړۍ جاري ساتلې ده، چې کیدای شي د اخراج او یا هم له نورو قانوني اقداماتو سره مخامخ شي.

د ۲۰۱۸م کال په فبرورۍ میاشت کې د آلمان د FDP ګوند په غوښتنه مرکزي حکومت ویلي وو چې په آلمان کې ۷۴۵ داسې کسان موجود دي چې ممکن د داعش له ترهګریز سازمان سره اړیکې ولري. 

آژانسونه/ش.ن/ا.ا