1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان تر پخوا ډیر د بهرنيانو تحصیلي اسناد مني

۱۳۹۸ مرداد ۳۱, پنجشنبه

آلمان د مسلکي کارګرو د خلا ډکولو په موخه لا ډیر د بهرنيانو تحصیلي اسناد مني. تر ټولو ډیر بیا د نرسانو، ډاکټرانو او نورو روغتیایي کارکوونکو اسناد منل کیږي.

https://p.dw.com/p/3OKdw
Deutschland | Waschmaschinenproduktion bei der BSH Bosch und Siemens Hausgeräte GmbH
انځور: picture-alliance/dpa/Keystone

د حکومت له خوا د چهارشنبې په ورځ د تازه خپرو شویو شمیرو په حواله تیر کال آلمان د ۳۶۴۰۰ بهرنیو مسلکي کارکوونکو اسناد منلي وو چې دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د آلمان د احصائیې فدرالې ادارې په حواله د دغو کسانو په ډله کې دوه پر دریمه برخه یې د رغتیا سکتور مسلکي کارکوونکي وو.

د دغو کسانو له جملې څخه د ۷۲۰۰ ډاکترانو اسناد یا په بشپړ ډول او یا هم په قسمي توګه منل شوي. د ۱۰۴۰۰ نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو په برخه کې هم ورته چلن شوی دی.

د روغتیایي سکتور ترڅنګ د ښوونکو او انجنرانو اسناد هم تر نورو ډیر منل شوي دي. آلمان په وروستیو کلونو کې په دې هڅه کې دی چې د روغتیا، ډیر عمر لرونکو کسانو پالنې او ماشومانو د روزنې په برخه کې د مسلکي کسانو شمیر لا پسې لوړ کړي.

دې هیواد په عین حال کې داسې پروګرامونه هم په لاره اچولي دي چې له مخې یې د دغو برخو بهرني مسلکي کارکوونکو له پاره آلمان د یوه په زړه پورې هیواد په توګه څرګند شي.

تر ټولو ډیر د سوریایانو اسناد منل شوي

آلمان تیر کال د ۴۸۰۰ سوریایانو تحصیلي اسناد منلي دي، چي دا له نورو هيوادونو څخه تر راغلو مسلکي کارکوونکو ډير دي. تر سوریې وروسته بيا د بوسنیا هیرڅوګووینا هیواد دی چې د ۳۰۰۰ وګړو تحصیلي اسناد یې منل شوي دي. په دریم او څلورومو ځایونو کې بیا د سربستان او پولند هیوادونه دي چې په ترتیب سره یې د ۲۱۰۰ او ۲۰۰۰ وګړو تحصیلي اسناد منل شوي دي.

له فلیپین څخه د راغلو کسانو اسناد هم په ۲۰۱۸م کال کې د ۲۰۱۷م کال په پرتله دوه برابره ډیر منل شوي دي.

د آلمان د ښووني وزارت هم ویلي دي چې تیرکال له بهر څخه د اسنادو د منل کیدو په موخه په درخواستونو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

په دې کال کې ۵۹۵۸ کسانو له آلمان څخه بهر غوښتونلیکونه ورکړي دي چې په دې هیواد کې یې غوښتنلیکونه ومنل شي. په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر ۳۵۹۷ وو.

کله چې په آلمان کې د بهرنيانو تحصیلي اسناد ومنل شي، هغوی بیا کولی شي چې په دې هیواد کې د خپل ځان له پاره کار ولټوي.

(ms/nz (dpa, KNA