1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان اوکراين ته نورې درنې وسلې ورکوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۶, جمعه

د آلمان د دفاع وزيرې په وینا هیواد یې غواړي اوکراين ته د وسلو د خپلو تر ټولو عصري سیسټم څخه يو په اختيار کې ورکړي. د اوکراين ولسمشر په دې منځ کې د نورې مالي مرستې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4Av5b
Deutschland | Bundeswehr | Panzerhaubitze 2000
انځور: Klaus-Dietmar Gabbert/dpa/picture alliance

اوږده موده د آلمان حکومت اوکراين ته د روسیې د يرغل په مقابل کې د دفاع په موخه د توپخانو د ورکړې په اړه زړه نا زړه وو.  خو اوس به په کيف کې حکومت له آلمان څخه د درنو وسلو يو عصري سيسټم ترلاسه کړي.

لکه څرنګه چې د آلمان د دفاع وزیرې لامبريشت د سلواک جمهوريت په سلياک کې وويل، اوکراين  به ۷ زغروال «پي زيد ايچ ۲۰۰۰» ډوله سیستم ترلاسه کړي. دا توپخانه په دې وروستیو کې ترميم شوې او له دې کبله به یې نه شتون د آلمان د پوځ د وسلو په زېرمه کې کوم تغير را نه ولي.

پر دې سربیره د دغه توپخانې د کارونې له پاره روزنه هم بايد ورکړل شي. د آلمان د دفاع وزیرې له اوکراين سره په ګډه پوله لرونکي دغه هېواد کې د آلماني عسکرو سره هم وليدل. دغه آلماني عسکر د پاتريوت دافع هوا سیسټم د پياوړي کولو له پاره د ناټو هېوادونو ختيځې څنډې ته ليږدول شوي دي.

دا توپخانه چې په آلماني ژبه « Panzerhaubitze» نوميږي، ډېره درنه ده چې د يوه زنځير لرونکې نقلیه وسيلې پر سر د يوه توپ په درلودو سره  ټانک ته ورته بريښي. د آلمان د پوځ په حواله دا درنه وسله د خپلو معياري مهماتو سره تر ۳۰ کيلومترو واتن پورې او د واټن زياتوونکو مرميو سره تر ۴۰ کيلومترو واټن پورې هدف ویشتلی شي. زياته شوې چې دا سیستم تر ۶ مرميو پورې داسې فایر کولی شي چې په يوځای خپل هدف ته رسيږي.

د آلمان د پوځ له خوا زياته شوې چې «پي زيد ایچ ۲۰۰۰» خودکار زغرواله وسیله د نړۍ تر ټولو عصري د توپخانې يا درنو وسلو سيسټم دی. په دې اړه زياته شوې: «پياوړتيا یې په دقيقوالي او د اوږده واټن په ويشتو کې ده.»

Panzerhaubitze 2000
دا توپخانه ډېره درنه ده چې د يوه زنځير لرونکې نقلیه وسيلې پر سر د يوه توپ په درلودو سره ټانک ته ورته بريښيانځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture alliance

خو د پوځي کړيو له خوا له خپلې زېرمې څخه د وسلې د دې سيسټم اوکراين ته د ورکړې په اړه اندیښنې هم څرګندې شوي دي. په دې ترڅ کې د خپلې جنګه ایزې وړتيا په برخه کې مکلفيتونو او محدوديتونو ته اشاره شوې.

خو اوکراين ته د دې وسلې د سپارولو پلويان بيا دې اشاره کوي چې اوکراين به په اروپا کې د راتلونکي نظم د ټاکنې په برخه کې پريکړنده نقش ولري او له دې کبله مهمه ده چې د روسیې د بريا مخه ونيوله شي.

زيلنسکي د اوکراين له پاره مارشال پلان غواړي

په داسې حال کې چې همدا اوس لوېديځ له اوکراين سره د نورو ډېرو زياتو مالي مرستو اعلان وکړ، ولسمشر ولوديمير زيلنسکي خپل يو نوی پلان وړاندې کړ څو يې د هېواد بيارغونه د يو ډول مارشال پلان له لارې تمويل شي.

زيلنسکي د جمعې په ورځ په خپل ورځني ويديويي پېغام کې وويل چې په وارسا کې د نړيوال بسپنه ورکوونکو کنفرانس چې څو ساعته مخکې یې د اوکراين له پاره تر ۶ میلياردو يورو ډېرې پېسې سره راټولې کړې «زموږ د ساتنې يو عنصر او د ټولې اروپا د ساتنې يو عنصر دی.»

د اوکراين او اروپا برخليک اوس «نه يوازې د جګړې په ميدان کې» ټاکل کيږي بلکې په اقتصادي برخه کې هم، يعني تر جګړې وروسته د اوکراين د بيارغونې په برخه کې.

زيلنسکی وویل چې په وارسا کې اعلان شوې مرسته «چې په رښتيا ورته اړتيا ده، يوازې يوه کوچنۍ برخه ده څو په ټوله سيمه کې چې روسیې ورته جګړې راوړې ده، بيرته ژوند عادي حالت ته راستون شي.»

Ukraine - Azovstal Stahlwerk in Mariupol stark beschädigt von russischen Angriffen
انځور: picture alliance/dpa/TASS

هغه وويل: «له همدې کبله موږ د اوکراين له پاره مارشال پلان ته ورته يوې طرحې ته اړتیا لرو.»

له مارشال پلان سره چې امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د پخواني لومړي وزير جورج مارشال په نوم نومول شوی، امريکا تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د لویدېځې اروپا د بيا رغاونې په برخه کې د ميلياردو پېسو مرسته کړې وه.

له ماريپول څخه تخليه دوام لري

د اوکراين په سخت ويجاړ شوي بندري ښار ماريوپول کې د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس د په سونو نورو ملکيانو د تخلیې عمليات روان دي. دا خبر د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش هم د پنجشنبې په ورځ په نيويارک کې د امنيت شورا په يوه غونډه کې تائيد کړ. خو نوموړي په دې هکله جزيات په ډاګه نه کړل.

ګوتېرش يو ځل بيا پر نړۍ د يو کيدو او د اوکراين د جګړې د ختمولو غږ وکړ. نوموړي دا جګړه بې معنا، بې رحمه او «د نړۍ له پاره بالقوه بې حده زيان رسوونکي وبلله.»

پنتاګون: روسي عسکر ماريپول پريږدي

په دې منځ کې د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ويلي چې ډېر شمير روسي عسکر له ماريوپل څخه وتلي او په شمال کې ځای پر ځای شوي. د پنتاګون په حواله اوس يوازې کابو ۲۰۰۰ عسکر په دغه جګړه ځپلي بندري ښار کې پاتې دي.

د پنتاګون وياند جان کيربي وويل چې د روسیې هوايي بريدونه، سره له دې هم لا روان دي. د روسیې لاسونو ته به د دې ښار لويدل د اوکراين له پاره تورې بحيرې ته د لاس رسي د يوې مهمې لارې د لاسه ورکولو په معنا وي او په ورته وخت کې به روسیې ته د دې امکان ورکړي چې کريميا نیمه ټاپو ته يو ځمکنی دهلیز رامنځته کړي.

کیربي دا احتمال هم څرکند کړې چې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين کيدای شي د می تر نهمې نيټې پورې په اوکراين کې بري ته د رسېدو هڅه وکړي څو بيا دغه بريا د «نازي آلمان پر وړاندې د بري د ورځې» په مناسبت د پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې اعلان کړي. 

ب. ص/ س. ر (dpa, rtr, afp, ape)