1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

افغان بریدګر د زندان پرځای د رواني درملنې مرکز ته استول شوی

۱۳۹۷ مهر ۸, یکشنبه

د آلمان په رافنسبورګ ښار کې د تیرې جمعې په ورځ یو افغان پناه غوښتونکي درې کسان د چړې په واسطه ټپیان کړي وو، او اوس یوه قاضي دغه افغان بریدګر د زندان پرځای د رواني درملنې مرکز ته لیږلی دی.

https://p.dw.com/p/35jOj
Deutschland l Messerstecherein in Ravensburg
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle

د آلمان په رافنسبورګ ښار کې د تیرې جمعې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۸مه نیټه» یوه افغان پناه غوښتونکي درې کسان د چړې په واسطه ټپیان کړل. د رافنسبورګ ښار پولیسو ویلي چې د دې ښار قاضي دغه تورن کس د «تعهد د حکم» په صادرولو سره د رواني درملنې یوه مرکز ته استولی دی.

د پولیسو په وینا، نوموړي قاضي وروسته له هغې چې د دې افغان پناه غوښتونکي د ژور رواني تکلیف په هکله معلومات ترلاسه کړل، د نوموړي کس په حق کې یې دغه پریکړه کړې ده. زیاته شوې ده چې تورن افغان پناه غوښتونکي تر برید وړاندې څو ځله تر روانې درملنې لاندې نیول شوی وو؟

د جمعې ورځې د چړې تر برید وروسته پولیسو دغه تورن افغان پنا غوښتونکی نیولی وو. په دې پیښه کې د ټپیانو له ډلې څخه د یوه کس حالت شدید ښول شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې یاد نیول شوي پناه غوښتونکي تر دې وړاندې ویلي وو چې ۱۹ کاله عمر لري، خو اوس ثابته شوې چې هغه ۱۹ کلن نه بلکې ۲۱ کلن دی.

د پولیسو په خبره، د قتل او د ټپی کولو د پیښې په تړاو د دوی څیړنې او پلټنې لا هم ادامه لري. دوی همدا راز ویلي چې د دغه کس رواني وضعیت ته په کتو سره، داسې ښکاري چې نیول شوی افغان پناه غوښتونکي د جنايي جرم کولو علاقه نه درلوده. دا په داسې حال کې ده چې په آلمان کې د جنايي جرمونو د مرتکب پناه غوښتونکو موضوع په دې هیواد کې د بحث په اصلي موضوع اوښتې ده.

تر دې پیښې وروسته، د آلمان د بادن ورتمبرګ ایالت د ټولنیز ادغام وزیرې چې په خپله هم د رافنسبورګ په ښار کې ژوند کوي، د خلکو د پیوستون غوښتنه کړې ده.  د دې ایالت د ټولنیز ادغام وزیرې ماني لوکا وویل: «موږ به اجازه  ور نه کړو چې خلک له دغې وحشتناکې پیښې څخه سیاسي ګټه پورته کړي او موږ په خپلو کې وویشي.»