1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: آیا د اخراج قوانين تر انسانیت هم مهم دي؟

۱۳۹۷ مرداد ۹, سه‌شنبه

د اخراج تر امر وروسته یوې ښځې د ځان وژنې هڅه وکړه. دا لا په روغتون کې د مرګ او ژوند ترمنځ پرته وه چې آلماني چارواکو د هغې مېړه او څلور ماشومان اخراج کړل.

https://p.dw.com/p/32O2Z
Deutschland | Abschiebung aus Alzey in den Kosovo
انځور: privat

وروسته تر دې چې یوې کورنۍ ته له آلمان څخه د وتلو امر وشو، د دغې کورنۍ مور د ځان وژنې هڅه وکړه. که څه هم نوموړۍ له دې پيښې ژوندۍ پاتې شوه، خو په همدې وخت کې د هغې مېړه او ۴ ماشومان له آلمان څخه ؤ ایستل شول.

په ۲۰۱۵ م کال کې د آلمان حکومت او خلک مهاجرو ته په ښه راغلاست ویلو کې تر نورو مخکښ ول، خو اوس دا خبره د ماضي برخه ګرځیدلې ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر غواړي چې د رد شویو مهاجرو د اخراج پروسه ګړندی کړي او اوس د همدې فشارونو له امله مرکزي حکومت او ایالتونو د رد شویو مهاجرو اخراج زیات کړی دی.

آلماني چارواکو کوسوو ته د ۳۹ کلنې میریتا سالی، د هغې د مېړه او څلورو ماشومانو د اجراجولو امر صادر کړی وو. د دوی د اخراج نیټې رسیدو ته یوازې څو ورځې پاتې وې چې هغې د جولای میاشتې پر ۱۵ نیټه د ډپریشن یا ذهني فشار تر اندازې ډیرې ګولۍ ؤ خوړلې او په دې توګه یې د ځان وژنې هڅه وکړه.

د کوسووا هیواد دغه پناه غوښتونکي په بیړه روغتون ته ورسول شوه. هغه چې له دې پيښې ژوندۍ پاتې شوې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

میریتا سالی، لا د ژوند او مرګ ترمنځ په کشمکش کې وه چې د جولای په ۱۶ نیټه د هغې ۴۶ کلن مېړه، دوه غبرګولي پنځلس کلن زامن او درې کلنه لور یې په زوره بیرته کوسووا ته واستول شول. دغه میرمنه به هم د روغتون له بستره تر رخصیتیدو سمدستي وروسته خپل هیواد ته واستول شي.

«دومره غیر انساني چلند مي هیڅکله نه وو لیدلی»

له دې کورنۍ سره په داوطلبانه ډول مرسته کوونکی «الیکزاندر چي» چې په خپله هم په ۱۹۹۰م لسیزه کې آلمان ته د مهاجر په توګه راغلی وو، اوس هم له دې کورنۍ سره په تماس کې دی. دا چې پر دغې کورنۍ څه تیریږي، شاید له الیکزاندر چي، څخه نور څوک پرې ډیر پوه نه سي.

دغه داوطلبه مرستندویه له دویچه ویله سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلی دي: «زه له ۱۶ کلونو راهیسې له مهاجرو سره مرسته کوم، خو داسې غیر انساني چلند ما په خپل ژوند کې نه وو لیدلی».

نوموړي زیاته کړه چې د هغه په ګډون یو شمیر نورو کسانو هم د دې کورنۍ د اخراج د مخنيوي له پاره هر ډول ممکنه کوښښ کړی وو. د هغه په وینا د میریتا درې کلنه لور هم د زړه ناروغي لري.