1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: آيا ۳۰ زره پناه غوښتونکي پټ شوي دي؟

۱۳۹۶ آبان ۱۱, پنجشنبه

تقريبا ۱،۶ ميليونو خلکو په آلمان کې پناه غوښتې ده. په هغوی کې داسې رد شوي پناه غوښتونکي کې هم راځي چې لا اخراج شوي نه دي. ۳۰ زره تنه ښايي د چارواکو په خبره پټ شوي وي.

https://p.dw.com/p/2mu8w
Deutschland Junger Migrant in der S-Bahn in Berlin
انځور: picture alliance/dpa/W. Steinberg

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت يوه وياند د «بيلد» ورځپاڼې ته ويلي دي: «دا خبره ردېدای نه شي چې د بهرنيانو په مرکزي راجيستر کې ثبت شوي کسان چې بايد له آلمان څخه وتلي وای ښايي په ځينو مواردو کې يا وتلي يا پټ شوي وي بې له دې چې اړونده د بهرنيانو اداره دې خبره شوې وي يا دا چې دغه موضوع دې د بهرنيانو د ثبتولو مرکزي راجيستر ته هم ياده شوې وي.»

په بل عبارت د آلمان چارواکي نه پوهيږي چې دغه کسان اوس چېرته دي .د ۳۰ زرو کسانو شمېره داسې جوړه شوې ده چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې د بهرنيانو په مرکزي راجيستر کې تقريبا ۵۴ زره داسې کسان ثبت شوي ول چې بايد له آلمان څخه وتلي وای. خو د احصايو د فدرالي ادارې په حواله يوازې ۲۳ زرو دغو کسانو د پناه غوښتونکو د امتيازاتو د قانون له مخې مرستې هم تر لاسه کړې دي.

هر شپږم بهرنی د بشري عواملو له مخې په آلمان کې دی

د تېر کال په پای کې تقريبا ۱،۶ ميليونه پناه غوښتونکي په آلمان کې راجيستر شوي ول. په ويسبادن کې مېشته د احصايو اداره وايي چې په دې ترتيب د هغوی شمېر د دوو کلونو په ترڅ کې څه باندې دوه چنده زيات شوی دی. د پناه غوښتونکو تقريبا نيمه برخه کسان له درو هېوادونو څخه راخي، يعنې سوريه (۴۵۵ زره)، افغانستان (۱۹۱ زره) او عراق (۱۵۶ زره).