1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آسیايي هیوادونو د آزاد تجارت حوزې پر رامنځ ته کولو توافق وکړ

۱۳۹۸ آبان ۱۴, سه‌شنبه

په نړیواله کچه له ګمرکي تعرفو پرته یوه ستره سوداګریزه حوزه رامنځ ته کیږي. خو په دې اړه به تړون په ۲۰۲۰م کال کې لاسلیک شي. هند د ۱۶ هیواد په توګه ځنډ کوي خو نورو ۱۵ هیوادونو د هند پر وړاندې خپلې دروازې پرانیستي پریښې دي.

https://p.dw.com/p/3SV5c
Thailand Abschluss ASEAN-Gipfel in Nonthaburi
انځور: Imago Images/Xinhua/R. Sageamsak

د آسیا او پاسفیک حوزې ۱۵ هیوادونه غواړي په راتلونکی میلادي کال کې د پراخې سوداګرۍ یو تړون لاسلیک کړي. دغه خبر د ښکیلو هیوادونو د حکومتونو مشرانو د سویل ختیځو آسیایي هیوادونو د اتحادیې (ASEAN) په سرمشریزه کې ورکړی دی. دغه سرمشریزه د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې ترسره شوه. د دغه اعلامیې له مخې چین، جاپان، جنوبي کوریا، د سویل ختیځو آسیایي هیوادونو د اتحادیې لس هیوادونه او همداشان آسترالیا او نوی زیلاند بازار ته د شریکو هیوادونو د لاس رسي پر اساسي موضوع توافق ته رسیدلي دي.

د سرمشریزې په نهایي اعلامیه کې راغلي دي چې هند چې په دغو مذاکراتو کې یې ګډون درلود نه غواړي په تړون کې شریک شي، ځکه چې لا هم له نورو هیوادونو سره د نظر ستر اختلاف لري. خو زیاته شوې ده چې هند، هر وخت چې وغواړي په تړون کې شامیلیدای شي.

د اختلاف ټکی: له چین څخه صادرات

د آسیا پاسفیک د آزاد تجارت پلان شوی تړون، که چیرې هند هم په کې ګډون وکړي د نړۍ په کچه یو پر دریمه برخه ناخالص تولید او د نړۍ کابو نیمایي نفوس رانغاړي. د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې د هند حکومت پر نورو سربیره له چین څخه د ډیر شمیر تولیداتو په هکله اندیښنه ښوولې ده.

د امریکا متحده ایالاتو او چین تر منځ د تجارتي کړکیچ په پایله کې د آسیا پاسفیک د آزاد سوداګرې تړون پر سر مذاکراتو کې تحرک رامنځ ته شوی دی. په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د خپلې کاري دورې تر پیلیدو وروسته د ترانز پاسفیک د مشارکت تړون لغوه اعلان کړ چې په هکله یې موافقه رامنځ ته شوې وه. د آسیا پاسفیک د آزادې سوداګرۍ په تړون کې شامل هیوادونه غواړي له دې تشې څخه ګټه پورته کړي. تر ټولو لومړی دغه تړون د چین له پاره یوه لویه لاس ته راوړنه انګیرل کیږي.

دا چې په ۲۰۲۰م کال کې به دقیقا کله دغه تړون لاسلیک شي، لا روښانه نه ده. د متحده ایالاتو امنیتي سلاکار روبرت اوبراین اعلان کړی دی چې ترمپ غواړي د سویل ختیځ آسیايي هیوادونو د اتحادیې لس هیوادونه د راتلونکي میلادي کال په اوایلو کې د یوې «ځانګړې سرمشریزي» له پاره متحده ایالاتو ته دعوت کړي.

په بنکاک کې په ترسره شوې دغه سرمشریزه کې د چین په سویلي سمندر کې د ملکیتونو د لانجې پر سر هم خبرې شوي دي. چین او د سویل ختیځو آسیایي هیوادونو اتحادیې د مقرارتو د تصویبولو هڅه کړې. چين له اومو موادو بډای د دغه سمندرګې د لوی برخې د ملکیت ادعا کوي چې د کښتیو د تګ راتګ لویه لاره هم ده. فلیپین، ویتنام، مالیزیا، برونای او تایوان هم د هغې د ملکیت ادعا کوي.

sr/ms (dpa, rtr)