1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اورلګیدنې له امله ۴ زره کسان په ساحل کې بند پاتې دي»

۱۳۹۸ دی ۱۰, سه‌شنبه

د آسترالیا په سویل ختیځ ځنګلونو کې لګیدلی اور مخ پر پراخیدو دی. له اور څخه د ځان ساتلو په موخه په زرګونو کسانو د سمندر ساحل ته پناه وړې ده. د اور وژنې ادارې خپل یو کارکونکی هم له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3VX42
Buschbrände in Australien
انځور: picture-alliance/dpa/D. Lewins

د آسترالیا د جنوب ختیځ په ځنګلونو کې لګیدلی اور اوس د ویکتوریا ساحل د ملاکوټا ښار په اطرافو کې هم خپور شوی دی. د اور د لمبو له امله د فضاء رنګ سور ته ورته ښکاري. دا چې خلک د تیښتې لاره نه لري، نو نږدې ۴۰۰۰ کسان د سمندر په ساحل کې بند پاتې دي.

ډیر شمیر خلکو په لويو او کوچنيو کښتيو کې پناه اخيستې ده. چارواکي هڅه کوي دغه کسان د هوا یا سمندر له لارې له دغه ځایه وباسي. د آسترالیا د بیړنیو مرستیو ادارې مشر اندریو کرسپ، وویل: «ملاکوټا له ګواښ سره مخامخ او دا ډیره ویرونکې ده. په ساحل او شاوخوا سیمو کې یي ۴۰۰۰ کسان دي چې زمونږ پرسونل یي حفاظت کوي.»

یو شمیر خلک چې ویره یي درلوده اور به ساحل ته هم ورسیږي، په کښتيو کې سمندر ته تللي. آسترالیايي چارواکو د څو ورځو راهیسې هغو په زرګونو کسانو ته سپارښتنه کړې وه چې له ساحل څخه لیري لاړ شي، کوم چې غوښتل یي د نوي کال رخصتۍ په دغه ساحل کې تیرې کړي.

Buschbrände in Australien
انځور: picture-alliance/dpa/AAP/Tasmania Fire Service/W. Frey

کرسپ، د اورلګیدنې له امله د اوښتي زیان په اړه وویل: «مونږ د هغو خلکو په اړه ډیر انديښمن یو چې له نورو سره یي اړيکې پرې او یوازې پاتې شوي دي.»

چارواکو ویلي دي چې په ساحل کې د بند پاتې شویو کسانو د رایستلو له پاره يي پلان جوړ کړی دی او دغه خلک به په کښتيو کې امنو ساحو ته انتقال کړای شي. ویل کیږي چې په اغیزمن شويو سیمو کې څلور تنه لادرکه دي او تر اوسه پورې يي په اړه هیڅ معلومات نشته.

د دسمبر میاشتې په ۳۰ نیټه چارواکو د میلبورن له اطرافو څخه نږدې ۱۰۰ زره کسان د اورلګیدنې له امله خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.

کله چې اور د سویلي ویلز ساحلي سیمې بیټمینز ته ورسید نو ډیر شمیر سیمه ایزو خلکو د سمندر ساحل ته پناه ویوړه. چارواکو تر اوسه پورې نه ده تائیده کړې چې د اورلګیدنې له امله ودانیو ته هم زیان اوښتی دی، خو په ټولنیزو رسنیو کې یوې ښځې، کلویو مرولیو لیکلي دي چې کور یي په بشپړ ډول سوځیدلی دی.

په دې ساحه کې د دریو تنو د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی دی. د اور وژنې عملې یوه لوړپوړې چارواکي ویلي دي چې درې تنه لادرکه دي او ممکن په اور کې د بند پاتې کیدو له امله مړه شوي وي.

نوموړي زیاته کړې ده چې د سه شنبې په سهار اور په ډیرې چټکې سره خپور شو او دا ډیر خطرناک ثابتیدلی شي. هغه وویل خلکو ته په کار ده چې د ځان ژغورنې له پاره هره ممکنه هڅه وکړي.

دویچه ویله/ ش.ن/ب.ص