«افغان ځواکونو د طالبانو له زندانه ۴۳ بندیان آزاد کړي»
۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبهد آلمان خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت له قوله لیکلي دي چې شل تنه بندیان د دغه ولایت مرکز ته لیږدول شوي او باقي پاتې یې خپلو پوځي قطعاتو ته ورګرځیدلي دي.
دغه عملیات چې په مخفي ډول ترسره شوي، د زابل ولایتي ادارې ویاند هم تائید کړي دي.
د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبان چې په دغه ولایت کې زیاتې سیمي تر کنترول لاندې لري، په سملاسي ډول د دې خبر په هکله کوم غبرګون نه دی ښوولی.
دغه پوځي عملیات په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې د مذاکراتو د طرزالعمل په هکله بحثونه کیږي. د بین الافغاني مذاکراتو له پاره لومړنی شرط د بندیانو پراخه تبادله وه.
افغان حکومت د طالبانو شا او خوا ۵۰۰۰ بندیان آزاد کړل او طالبانو بیا د حکومت اړونده نیول شوی ۱۰۰۰ تنه پریښول، څو بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شي.
خو د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستغونډې له تیریدو کابو یوه میاشت وروسته هم په دغو خبرو اترو کې کوم خاص پرمختګ نه دی شوی، او مذاکره کوونکي ټیمونه پر دې نه دي توانیدلي چې د ګډې اجنډا له پاره پر یو طرزالعمل سره توافق وکړي.