1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که نړی بحراني سي، چيري به ډیر امن وي؟

۱۴۰۰ مرداد ۱۱, دوشنبه

د بحرانونو په ډیریدو سره دا پوښتنه د هرچا په ذهن کي راګرزي، چي که په دنیا کي بحرانونه ډیر سي، چیري به ډیر امن وي؟ دوو انګلیسي څیړونکو دې پوښتني ته جواب ویلی دی.

https://p.dw.com/p/3yQ4w
Lake Wakatipu
انځور: S. Warneke/ imageBROKER/picture alliance

د انګلستان د «آنګلیا راسکین» د پوهنتون دوو محقیقینو دې سوال ته، چي که ټوله دنیا بحرانونه ونیسي، چیري به ډیر امن وي، جواب ویلی دی: « نیوزیلنډ » ته ولاړ سی.

دغو دوو عالمانو د اوږدو تحقیقاتو په جریان کي دا وڅیړله، چي د ټولي نړۍ په سطح  بحرانونو په صورت کي لکه وباوي، اقلیمي آفتونو او یا د سهامي بازارونو او خپله اسهامو د سقوط پر وخت کوم هیوادونه تر ټولو ښه او باامنه دي.

د هغوی د تحقیقاتو مشخص سوالونه دا وه: په دغه صورت کي کوم هیوادونه کولای سي، خلکو ته غذايي لازم شرایط برابر کړي، په خپلو سرحدونو کي امنیت وساتي او د خپلي انرژۍ او صنعت د تآمین په برخه کي دنیا ته اړ نه سي.

د هغوی د تحقیقاتو نتایج دا ډول دي: د دې لحاظه تر ټولو ښه هیواد نیوزیلنډ دی او بیا په ترتیب سره، ایسلنډ، بریتانیا، اسټرالیا او ایرلنډ دي.

دغه انګلیسي څیړونکي وايي، چي د کرونا وبا د هیوادونو کمزوري او وابستګي وښووله. د هغوی په خبره په دې دلیل باید په راتلونکي کي د هیوادونو پر مقاومت باندي تمرکز وسي او هغه تقویه سي.