1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: نړۍ له تر ټولو خطرناکي لسيزي سره مخ ده

۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

پوتين پر «غرب» داسي تور لګولی دی چي په خپلې «خطرناکې، خونړۍ او چټلې» لوبې سره يې نړۍ بې ثباته کړېده. هغه ويلي چي ښايي د دويمي نړيوالي جګړې راهيسي اوسنۍ تر ټولو خطرناکه لسيزه وي.

https://p.dw.com/p/4IoJc
ولاديمير پوتين د اوکراين د بحران پړه د امريکا پر متحده ايالاتو ور اچوي
ولاديمير پوتين د اوکراين د بحران پړه د امريکا پر متحده ايالاتو ور اچويانځور: Sergei Karpukhin/AP/picture alliance

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۷نېټه) په يوه وينا کي پر اوکراين د روسيې د بريد د توجيه کولو هڅه وکړه. هغه وويل چي د امريکا متحده ايالات او ټلوال يې پر نړۍ باندي د «مغربي اشرافيه» د تسلط د برقرار ساتلو لپاره مبارزه کوي. د هغه په وينا له دې کبله «د دويمي نړيوالط جګړې راوروسته په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه لسيزه همدغه اوسنۍ لسيزه ده.»

پوتين څه وويل؟

روسي ولسمشر د امريکا پر متحده ايالاتو تور ولګاوه چي ګواکي د اوکراين د بحران د رامنځته کولو مسؤل هيواد دي. پوتين وويل چي لوېديځ داسي «خطرناکه، خونړۍ او چټله» جيو پوليتيکي لوبه کوي چي له کبله يې په نړۍ کي بې ثباتي او رامنځته کيږي.

د پوتين په وينا بالآخره به لوېديځ دې ته مجبوره کيږي چي د نړۍ د راتلونکي په هکله د روسيې او نورو لويو قدرتونو سره خبري وکړي. روسي ولسمشر دغه څرګندونې د «والډائی ډسکشن کلب» په نوم و کلني کانفرانس ته وکړې. هغه وويل چي اوس «پر نړيوالو چارو د لوېديځ د غير مستقيم تسلط تاريخي دوره پای ته رسېدونکې ده.»

امریکا: چین ستره امنیتي ننګونه او روسیه «فوري ګواښ» دی

د روسيې ولسمشر وويل: «موږ پر يو داسي تاريخي محاذ ولاړ يو چي ښايي په مخکي يې د دويمي نړيوالي جګړې د پای ته رسېدو راهيسي د نړۍ لپاره تر ټولو مهمه لسيزه وي.»

د پوتين په وينا روسيه د روان بحران باوجوده لوېديځ د روسيې دښمن نه بولي. هغه زياته کړه: «د لوېديځ او نېټو د مخکښو هيوادونو لپاره د ماسکو دغه پيغام لري چي راشئ دښمني پرېږدو او يوځای شو.»

خبرو اترو ته چمتو والی

روسيې د روان عيسوي کال د فبرورۍ په ۲۴ نېټه و اوکراين ته خپل عسکر ولېږل او د هغه راهيسي په دغه جګړه کي په زرونو انسانان وژل شوي او سوونو زره مهاجر شوي دي. لوېديځ د غبرګون په توګه دمګړی پر روسيې د تاريخ تر ټولو سخت بنديزونه لګولي دي.

پوتين وويل چي د اوکراين د بحران د ختمولو لپاره و خبرو اترو ته چمتو دی. خو هغه وويل چي کيف د مذاکراتو لپاره پر مېز کښېنستلو ته چمتو نه دی. هغه وويل: «دا سوال زموږ په هکله نه دی، موږ خو خبرو اترو ته چمتو يو. خو په کيف کي مشرانو فيصله کړېده چي خبري اتري به جاري نه ساتي. که واشنګټن د کيف په هکله خپل دريځ تغير کړي او پر موضوع باندي په سوليزه توګه د خبرو اشاره ورکړي، نو دغه ستونزه هوارول ډېر آسانه کار دی.»

اوکراین د یخني پر ضد د جرمني څخه مرسته غوښتې ده

د ماسکو او کيف تر منځ د خبرو اترو لپاره په لومړيو اونيو کي هڅي شوي وې، خو د هغه وروسته د دواړو اړخونو تر منځ خبري اتري ونشوې. د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په ښکاره توګه د ولاديمير پوتين سره له خبرو اترو کولو څخه انکار کړی دی.

د اټومي وسلو د نه استعمال هوډ

کله چي د روسيې له ولسمشر څخه د اوکراين په بحران کي د اټومي وسلو د ممکنه استعمال په هکله پوښته وشوه نو هغه وويل چي د اټومي وسلو د استعمال ګواښ به تر هغه وخته پوري موجود وي، تر کوم وخت پوري چي اټومي وسلې موجودي وي.

هغه زياته کړه چي ماسکو په اوکراين کي د اټومي وسلو د استعمالولو هيڅ اراده نه لري. هغه وويل: «موږ دې ته کومه اړتيا هم نه وينو او نه دا کار کومه سياسي يا نظامي ګټه لري.»

د امريکا د متحده ايالاتو غبرګون

د امريکا متحده ايالاتو د پوتين پر څرګندونو کوم ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی. سپيني مانۍ ويلي دي چي د پوتين په خبرو کي کومه نوې نه وه او دا چي له دغو خبرو څخه څرګنديږي چي د اوکراين په شمول په نورو ستراتيژيکو اهدافو کي يې هيڅ تغير نه دی راغلی.

خو د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن د نيوز نېشن په نوم رسنۍ سره د خبرو پر وخت د پوتين پر دغه خبره شک څرګند کړ چي هغه نه غواړي چي په اوکراين کي اټومي وسله وکاروي.

جو بايډن زیاته کړه: «که هغه د (اټومي وسلو د استعمال) اراده نه لري نو پر دې باندي خبري ولي نه کوي؟ هغه د تاکتيکي اټومي وسلو د استعمال د وړتيا په هکله ولي خبري کوي؟ په دغه موضوع کي د هغه تګلاره ډېره خطرناکه اوسېدلې ده.»

ا.ا./ب.ص. (رويټرز، اې پي)