1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حلیمي او انصاري شخړه؛ د دیني عالمانو پر واحد دریځ ټینګار

۱۴۰۰ مرداد ۱۰, یکشنبه

د افغان جګړې په اړه د حج او اوقافو وزیر او د هرات د ګذرې جومات خطیب مجیب الرحمن انصاري ترمنځ ناندریزو څرګندونو غبرګونونه راپارولي. د حج وزیر څه ویلي او د مولوي انصاري څرګندونو ته وروستی غبرګون یې څه دی؟

https://p.dw.com/p/3yOOJ
Aghanistan Herat Stadt
انځور: picture alliance/Robert Harding World Imagery

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، د هرات د ګذرې جومات خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري هغه څرګندونې په سختو ټکو غندلي چې د نظام دفاع یې تېروتنه بللې.

مولوي انصاري د تېرې جمعې په خطبه کې ویلي چې د هرات له پخواني والي اسماعیل خان، یې غوښتي چې د طالبانو پرضد دې له جګړې لاس واخلي او هغوی سره دې د سولې او اوربند لاره غوره کړي.

انصاري دیني عالمانو ته ویلي چې د طالبانو پرضد دې د هغه نظام پلوي نه کوي، چې د ده په ټکو د «یهودو او نصارا» په لاس رامنځته شوی.

Maulawi Mohammad Qasim Halimi Sprecher Nationaler Religionsrat in Afghanistan
انځور: DW/S. Petersmann

د حج او اوقافو وزیر غبرګون

د مولوي انصاري دغو څرګندونو ته د افغانستان د حج او اوقافو وزیر قاسم حلیمي توند غبرګون وښود او د هغو دیني عالمانو د نېولو خبرداری یې ورکړ چې د نظام او افغان ځواکونو پرضد څرګندونې کوي.

ښاغلي حلیمي زیاته کړې: «په هغه هېواد کې چې عبادت دی، جومات دی، خطابت دی، امامات دی، څنګه کولای شی ووایی چې دولت اسلامي دې راشي، کوم اسلامي دولت؟!»

د حج وزیر زیاته کړې چې د مولوي انصاري په څېر یوشمېر دیني عالمان له دولته تنخوا او امکانات هم ترلاسه کوي، خو بیا هم د نظام پرضد د نظام د مخالفینو ترڅنګ دریږي.

د ښاغلي حلیمي دغو څرګندونو ته مولوي مجیب الرحمن انصاري بیا هم غبرګون ښودلی او له نظام څخه د تنخوا اخېستلو تور یې رد کړی. هغه په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي چې کورنۍ یې له کلونو راهیسې سوداګري کوي او دی د دولت معاش ته اړتیا نه لري. هغه ویلي: «ښاغلی حلیمي! عالمان له مرګ څخه مه ویروی چې دا شهادت زمونږ ویاړ دی او شهادت زمونږ هیله ده.»

Afghanistan | Herat | Coronavirus | Freitagsgebet
انځور: DW/S. Tanha

د ټولیزو شبکو د کاروونکو غبرګون

د ټولیزو شبکو یوشمېر کاروونکو د مولوي انصاري پرضد د حج او اوقافو وزیر څرګندونې ستایلي او ځینو یې دولت د دغه ډول عالمانو پرضد یوه غوڅ دریځ ته رابللی.

سیاسي شنونکي نجیب الله آزاد پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي د انصاري پروړاندې د حلیمي څرګندونې پرځای دي، خو همدغسې دیني عالمان لاهم له دولت څخه معاش ترلاسه کوي.

آزاد لیکلي: «د حج اوقاف وزیر ښاغلی حلیمي ‌‌‌‌‌‌ډېر حلیم او قدرمن ملګری دی، او د نن وینا یې هم مطلقه اسلامي، افغاني او خورا خوندوره وه. خو، د هرات انصاري ملا ته تر ننه معاش چا ورکاوه؟ انصاري ملا د هرات د یوه جامع جومات خطیب، او دا جومات د حج اوقاف وزارت د ثبت شویو جوماتونو د لېست په سر کې دی.»

خو هاخوا د جمعیت اصلاح ټولنې مشر مولوي عبدالصبور عباسي بیا د مولوي انصاري پروړاندې د حج او اوقافو وزیر څرګندونې له خورا سپکاوي ډکې بللي.

نوموړي پر خپله رسمی فیسبوک پاڼه لیکلي: «د مولوی مجیب الرحمن انصاري صیب د خبرو ځواب کښې له ښه اسلوب نه هم کار اخیستل کیدای شو، حکومت باید د هغه د خبرو معقول ځواب ورکړی وای، حلیمي سره د یو وزیر او سپین ږیري په حیث دومره پریوتې لهجه مناسب نه وه.»

ښاغلی عباسي چې دی هم دیني عالم دی د پوښتنې په ډول مطرح کړې، چې د حج او اوقافو وزارت د یوشمېر دیني عالمانو پر وژنه ولې دومره کلک غبرګون نه ښوده، چې اوس یې د یو عالم پر څرګندونو ښيي.

د افغان جګړې په تړاؤ پر ویشلي دریځ نېوکې

سره له دې چې په دې وروستیو کې په ملي او نړېواله کچه یوشمېر دیني عالمانو په ډاګه ویلي چې افغانستان کې اوسنی جنګ له دیني پلوه مشروعیت نه لري، خو منتقدین وايي د دیني عالمانو ترمنځ واحد دریځ لا هم نه لیدل کیږي.

د ولسي جرګې یوه غړي ډاکټر اشرف الدین عیني، دویچه ویله ته وویل چې څو کاله وړاندې په ملي او نړېواله کچه د جنګ په اړوند د عالمانو ترمنځ یو واحد دریځ نه ؤ. هغه وايي: «دا د ټولو مسؤلیت دی چې د نظام د جوړښتونو ساتلو لپاره یو واحد دريځ رامنځته کړي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د هرات د ګذرې جومات خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري تردې وړاندې هم د اوسني حکومت پرضد سختې څرګندونې کړي. هغه شاوخوا شپږ میاشت وړاندې دا هم ویلي ول چې په اوسني نظام کې کار کول کبیره ګناه ده.

نوموړي د اوسني نظام ملاتړ کونکي هم د کبیره ګناه مرتکبین بللي وو. هغه مهال د هرات والي عبدالوحید قتالي ویلي ول چې د مولوي انصاري سره قانوني چلند کوي، خو څرګنده نه شوه چې له نوموړي سره په دې اړه څه ډول چلند وشو؟

اسماعیل شاکر – کابل

زمو.ږ له آرشیف څخه:  

افراطیت او د افغان میرمنو اندیښنې