1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په کمپونو کي د ۵۷ هیوادونو اتباع اوسیږي

۱۳۹۹ بهمن ۲۲, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو یوې کارپوهي ویلي دي چي د سوریې د شمال ختیځ په کمپونو یا نظارت خانو کي د ۵۷ هیوادونو ځيني ښځي او کوچنیان اوسیږي چي باید ژر تر ژره خپلو هیوادونو ته انتقال سي. هغوی د داعش ډلي د جنګیالیو کورنۍ دي.

https://p.dw.com/p/3p90J
Syrien Camp al-Hol | Gefangenenlager für IS-Anhänger
انځور: Delil SOULEIMAN/AFP

د ملګرو ملتونو ځانګړي کارپوهي او خبریالي یونوالا نی اولاین، ویلي دي چي دغه ښځي او کوچنیان د الهول او روج په کمپونو کي چي د کردي ځواکونو له خوا اداره کیږي، په غیر انساني شرایطو کي ژوند کوي.

میرمن نی اولاین له ژنیو څخه په یوه ویډیويي کنفرانس کي خبریالانو ته وویل چي «۶۴ زره تنه په دغو کمپونو کي ژوند کوي چی زیاتره یې ښځي او کوچنیان دي. د هغوی ډیری یې له سخت ګواښ سره مخامخ دي، له بشري حقونو څخه د سرغړونو له ستونزو څخه زوریږي او د دولتونو له خوا ژر تر ژره اقداماتو ته سترگي په لار دي.»

د ملګرو ملتو ځانګړي خبریالي نی اولاین، له ترهګرۍ سره د مبارزې په بهیر کي د بشري حقونو د تقویې او ساتني په اړه وویل چي څو نور کارپوهان هم چي د ملګرو ملتونو استازیتوب نه کوي خو خپل نتایج یې له نوموړي سازمان سره شریک کړي، د دغو کسانو د انتقالولو په برخه کي د هغې د غوښتني ملاتړ کوي.

میرمن نی اولاین ویلي دي چي خپله دغه غوښتنه یې د یوه اوږد لیک له لاري د آسترالیا، بنگله دیش، بلجیم، بریتانیا، کانادا، چین، فرانسې، آلمان، هندوستان، پاکستان، روسیې، سویس، ترکیې او امریکا متحده ایالاتو په گډون، مربوطه هیوادونو ته رسولې ده.

Lager Al-Hol
انځور: picture-alliance/dpa/M. Alleruzzo

هغه زیاتوي چي دا اول وار دی چي پر يوځای د دغو ۵۷ هیوادونو نومونه اخيستل کيږي. میرمن نی اولاین د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتي ارقامو ته اشاره کوي چي له مخي یې ۶۴ زره کسان د الهول په کمپ کي ژوند کوي او ۸۰ سلنه یې کوچنیان او ښځي دي.

ددغو کمپونو شاوخوا ۴۸ سلنه عراقیان، ۳۷ سلنه سوریایان او ۱۵ سلنه له دریمو هیوادونو څخه دي.

هغوی د داعش ډلي د هغو جنګیالیو کورنۍ دي چي په ۲۰۱۴م کال کي یې په سوریې او عراق کي پراخي سیمي تر کنترول لاندي راوستې وې.

د ملګرو ملتونو دغي آیرلنډۍ کارپوهي وویل چي نوموړي کمپونه تر دې حده خراب دي چي سړی کولای سي وضعيت يې په کیوبا کي له ګوانتانامو امریکایي زندان سره پرتله کړي.

هغې وویل: «دا د مهاجرو کمپ نه دی، دا داسي کمپ دی چي خلک پکښي پرته له دې چي بله لار ولري، له یوه قانوني بهیر له تیریدو پرته او په غیر انساني شرایطو کي ساتل کیږي.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریالي وویل چي د کرونا وبا بايد خپلو هیوادونو ته ددغو کسانو د استولو خنډ و نه گرځول سي. هغې زیاته کړه چي ځینو هیوادونو دغه کار په بریالیتوب سره کړی دی.