شانل ۵ عطر سل کلن کیږي
کوکو شانل په ۱۹۲۱م کال کې د ښځو له پاره نوي عطر وموندل: شانل۵ څلورکنجه ښيښه ان تر موزیمه هم ورسیده. د دغو عطرو له پاره تر ټولو غوره تبلیغ د مرلين مونرو خبري وې، چې ويې ويل، د شپې خوب له پاره پنځمه نمره شانل اغوندې!
د خوشبوي په نړۍ کې انقلاب
د شانل لمبر ۵ عطرو په راتلو سره د عطرو په نړۍ کې انقلاب رامنځ ته شو. کوکو شانل غوښتل دغه مدرنيته کول د عطرو په يو بوتل کي ځاي کړې او بريالۍ شوه. په ۱۹۴۲م کال کې د دغه بوتل ډيزاین بشپړ شو. که د دغه بوتل پوښ په نظر کې ولرو له هغه وخته يې تر اوسه پورې څو وارې بدلون موندلی. له ۱۹۵۹م تر اوسه پورې شانل پنځه کولې شو د نيویارک مودرن آرت موزیم کي ووينو.
۵ جادوي عدد
ويل کيږې چې د کوکو شانل د خوښې نمره ۵ وه، چې له ماشومتوب څخه يې ورته ښه چانس راوړ. د وګ په نامه د (مود او د ژوند سبک مجله) ليکې: «ويل کيږې چې مادمازل پنځه عدد غوره کړي، ځکه چې دغه عطر په نمونه کي پنځم ول، چې هغې انتخاب کړي.» د شانل پنځه عطر د کال په پنځمه مياشت او پنځمه ورځ بازار ته راووتل.
عطر له ښځې څخه نه بیلیدونکې
له کوکو شانل نقل شوي، چې په ټوکو يې ویلي: «هغه ښځې چې عطر نه کاروي، راتلونکې نه لري.» د شانل برند لومړني عطر يې د فرانسوي مشهور عطر جوړونکي ارنست په مرسته بازار ته وړاندې کړل. د شانل ۵ عطر تر نن ورځ پورې په نړۍ کې ډير پلورل کيږې.
د ټولې نړۍ له پاره عطر
کله چې د عطرو د تولید بهیر پای ته ورسید، کوکو شانل د عطرو لومړنې بوتلونه پر خپلو دوستانو او مشتريانو وويشل، پرته له دي چې چاته ووايې دغه عطر يې د چا په فرمایش جوړ کړي. دغه عطر په ۱۹۲۱م کال کي بازار ته راوتلي او يوازي د خاصو کسانو په منځ کي يې شهرت وموند. له ۱۹۲۴م کال څخه وروسته د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې پلورل کيږې.
عطرو کارول
د هاليود سينما ښکلي ستوري مرلين مونرو د ماري کلر مجلې مدير ته په جواب کي ويلي ول چې: «د خوب له پاره يوازې څو څاڅکي د شانل ۵ عطر کاروي.» د هاليود سینما د دې ښکلې ستورې دغه ځواب نه يوازې د ښځو، بلکې د نارینه وو په منځ کې هم د شانل عطرو د محبوبيت سبب شو.
د عطرو راز
کوکو شانل هغه عطر نه خوښيدل کوم چې د دې په زمانه کې ول. د عطرو خوشبوي ډير کله د ګلاب ګل او نور وو. خو شانل په دې اند وه چې عطر بايد شخصيت او(کرکتر) ولري او د ښځې د شخصيت ښکارندوې وي. د «شانل ۵» عطرو نسخه تر اوسه يو راز دی، خو بايد د ياس، ګلاپ ګل او يو ډول سره ګلاپو ترکيب وي. هغې غوښتل په خپله زمانه کي له ټولو عطرو څخه په سیالۍ کي مخکې او ميدان وګټي.
داسي عطر چې تر اوسه غوره ډالۍ ده
د دغه څلور کنجه ښښې څخه چې د خوشبوي يوه دنيا يې په خپل دننه کي ځای کړې، يوه پيړۍ تيريږې. اوس هم نارینه چې د خپلو معشوقو له پاره يوه تحفه اخلي، دغه عطر ښه انتخاب دي. ضرور به د فرانسوي ليکوال، شاعر او کارګردان انتخاب هم وو، کوم چې په دغه عکس کي د کوکو شانل خواته ليدل کیږې. دغه دواړو د مړيني تر مهاله په ۱۹۶۳م کال کي ډېره نږدې دوستې لرله.
غوره او خوشبويه
ټول کوکو شانل د مود له ساده او شيک توليد څخه پيژنې. هغې غوښتل چې نړۍ ته خپل د غوره والي تصور وروپيژنې: آزادي، په جامو کې له قيد څخه خلاصون او آرامتیا. هغه مهال ښځې سرتر پښو پورې په جامو کې پټې وې. شانل وکړای شول د اسپورت په راحتو او ښکلو طرحو سره د ناآرامه جامو تر وړاندې مبارزه وکړې.
د يوه عصر عطر
هغې د مود طرحه کوونکې په توګه کار پيل کړ او کرار کرار يې د خپلې امپراتورۍ بنسټ کيښود. د شانل امپراتوري چې د ښځو په ظاهرې بڼه کي یو انقلاب راوست، هم په جامو کې ساده او راحت مود رامنځ ته کړ. هغې د شانل۵ عطرو په پلورولو سره په ۱۰۰ وروستیو کلونو کي تر ټولو ډير پلورونکي عطرو تاج پر سر کيښود.