1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: طالبانو د ملګرو ملتونو ښځينه کارمندانې نیولي او زورولي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي، وروسته له هغې چې طالبانو د دغه سازمان په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، څو تنه دغه ښځې یې نیولې، زورولي او د دوی پر تګ راتګ یې محدود وضع کړی دی.

https://p.dw.com/p/4R5ER
Afghanistan Taliban mit Waffen
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

طالبانو د تیرې میاشتې په سر کې ملګرو ملتونو ته اطلاع ورکړه چې افغان ښځې اجازه نه لري چې د دې سازمان په ادارو کې کار وکړي.

ديرشو مدني ټولنو په دوحه کې د افغانستان د غونډې په اړه اندیښنه څرګنده کړې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل رپوټ کې ویلي دي: «دا د اوسنیو چارواکو د غیر قانوني او تبعیضي اقداماتو د لړۍ نوی مورد دی چې د ورځني ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو او نجونو د مشارکت په شدید ډول محدودولو له پاره وضع شوی دی.»

ملګرو ملتونو په خپل رپوټ کې ویلي دي: «تر اوسه پورې په ملګرو ملتونو سازمان کې څو تنو افغانو ښځو، په تګ راتګ محدودیت، زورونه، تهدیدیدل او نیول کیدل تجربه کړي دي.»

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

په رپوټ کې راغلي دي چې طالبانو د مخالف غږونو، په ځانګړي توګه هغه کسان چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې خبرې کوي سرکوبه کولو ته په روان کال کې هم دوام ورکړی دی.

ملګري ملتونه: طالبان موږ اړ کوي چې « ویروونکی انتخاب» وکړو

ملګرو ملتونو په خپل دې رپوټ کې د مارچ په میاشت کې په کابل کې د څلورو تنو ښځو نیول کیدو ته هم اشاره کړې ده چې د ښځو د زده کړې او کار د حقونو له پاره یې په مظاهرو کې ګډون کړی و. دغې ښځې یوه ورځ وروسته بیرته خوشې شوې وې. په دې رپوټ کې همدارنګه د قلم لارې ټولنې د مشر مطیع الله ویسا نیول کیدو ته هم اشاره شوې ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې د ښځو د حقونو فعاله پریسا مبارز او ورور یې په فیبرورۍ میاشت کې د افغانستان په شمال تخار ولایت کې ونیول شول او یوه ورځ وروسته بیا بیرته خوشې شول.

ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې ویلي دی چې د طالبانو د استخباراتو له خوا د فعالانو د خپل سري نیونو په تعقیب، څو تنه یې ظاهراً بې له دې چې تورونه پرې ولګول شي بیرته خوشې شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ (یوناما) په دې رپوټ کې ویلي دي چې د طالبانو دغه اقدامات په افغانستان کې د هوساېنې پر لرلید، آبادۍ او سولې ویجاړوونکي اغیزې لري.

د یوناما د بشري حقونو څانګې مسئولې فیونا فرازر ویلي: «یوناما د ټول افغانستان په کچه پر مدني فعالیتونو د محدودیت زیاتیدو له کبله انديښمنه ده.»

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

طالبانو لادمخه د منځني او لیسې دورې نجونې ښوونځیو ته او د پوهنتون محصلینې پوهنتونو ته له تګ څخه منع کړي او د عامه ژوند له مختلفو برخو څخه یې محروم کړي دي. د تیر کال په دسمبر میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې ښځې نه شې کولی په داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو کې کار وکړي او وروسته بیا دغه محدودیت د ملګرو ملتونو سازمان ښځینه کارمندانو ته یې هم وغځول شو.

په رپوټ کې بې له محاکمې د پخواني حکومت پورې وابسته غړو وژنې ته هم اشاره شوې ده. دغه رپوټ د بیلګې په توګه ویلي دي چې طالبانو د مارچ میاشتې په پنځمه نیټه په کندهار کې د پخواني حکومت یو افسر له خپل کوره نیولی او بیا یې په ډزو وژلی دی. د دغه رپوټ پر بنسټ په همدې میاشت کې په بلخ ولایت کې یو پخوانی نظامي چارواکی په خپل کور کې وژل شوی و.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

په رپوټ کې راغلي دي : «د فیبرورۍ، مارچ او اپریل په میاشتو کې د پخواني حکومت د چارواکو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو خپل سري نیونې او توقیف صورت نیولی دی.»

ملګرو ملتونو په یوه جلا رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی، په عامه محضر کې د اعدامونو، په دُرو وهلو او سنګسارولو په څیر شدیدو مجازاتو له کبله پر طالبانو شدیده نیوکه کړې ده او په عاجل ډول یې د دا ډول مجازاتو د بندولو غوښتنه وکړه.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۲۷۴ سړي، ۵۸ ښځې او دوه هلکان په افغانستان کې په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

راپورونه: طالبانو په کابل کې د ښځو لاريون پاشلی دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه رپوټ ته په غبرګون کې ویلي دي چې د افغانستان قوانین د شریعت پر بنا عملي کیږي او «اکثریت افغانان» د دغو قوانینو څخه پیروي کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص