استرالیا کې تند بادونه؛ پر ۱۲۰زرو کسانو برېښنا قطع شوې
۱۴۰۳ شهریور ۱۲, دوشنبهد استرالیا چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې یوه ۶۳ کلنه ښځې وروسته له هغې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د تند باد په جریان کې یوه ونه چپه شوې او هغه ېې لاندې کړه.
د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې اداره وايي چې پېښه د ويکتوريا او نیو ساوت والیس ایالتونو ترمنځ سرحدي علاقه کې د رخصتيو په یوه پارک کې شوې ده.
د ویکتوریا ایالت مشرې، جسینتا الین په ېوه خبري کنفرانس کې وويل چې «دا د ښځې د کورنۍ له پاره یوه غمجنه او درناکه وخت دی او زه د هغې له کورنۍ سره خپله غمرازي او د بېړنيو خدماتو د هغو چارواکو ستاینه کوم چې پېښې ته ېې رسيدګي کړې ده.»
هغې دا هم وويل چې د ویکتوریا ایالت د بېړنيو خدماتو ادارې د شپې په جریان کې تر ۲۸۰۰ ډېرې عاجلي ټيلفوني اړيکې ترلاسه کړي چې اکثره ېې د ونو د راولوېدو او ساختمانونو د تخریب په تړاو وې.
الین زیاته کړه چې د څه باندې ۱۸۰زرو کسانو له ډلې چې د دوشنبې ورځې په لومړيو ساعتونو کې پرې برېښنا قطع شوې وه، ۱۲۱زره ېې لا هم برېښنا نه لري.
د ویکتوریا ایالتي حکومت د خطرناکو څپو، بې ثباته ځمکې او په ټيټو ساحو کې د سېلابونو د احتمالي خطرونو په دلیل، خلکو ته سپارښتنه کړې چې ساحلي ساحو ته له تلو ډډه وکړي.
(Reuters)mks/nz
له آرشیف څخه: