1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

امریکا غواړي د پیکینګ د ۲۰۲۲ کال د المپیک سيالۍ تحریم کړي

۱۴۰۰ فروردین ۱۸, چهارشنبه

امریکا متحده ایالات غواړي په پیکینګ کي د ۲۰۲۲م کال د المپیک د مسابقو د تحریم په باب له خپلو متحدینو سره مشورې وکړي. دلیل يې په چین کي د بشري حقونو تر پښو لاندي کول بلل سوی دی.

https://p.dw.com/p/3reo2
Schweiz Demonstration gegen die Olympischen Winterspiele in Peking 2022 in Lausanne
انځور: F. Coffrini/AFP/Getty Images

دغه مسابقې چي د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ میاشتي له ۴ څخه تر ۲۰ مي پوري په پیکینګ کي کيږي، د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند، نید پرایس یې په اړه وویل، چي په اطمینان سره به د هغو د تحریم په باب له خپلو متحدینو سره خبري وکړي.

د امریکا په سیاست کي په دې وروستیو وختونو کي د دغو مسابقو د تحریم خبري ډیري سوي او همدارنګه د همدې کال په فبرورۍ میاشت کي په ټوله نړۍ کي د بشري حقونو ۱۸۰ سازمانونو له خپلو حکومتونو څخه وغوښتل چي په دغو مسابقو کي گډون و نه کړي.

د امریکا خارجه وزارت د هغه دلیل په چین کي د بشري حقونو تر پښو لاندي کول بللی دی. تر ټولو د مخه د اقلیت مسلمانانو، ایغوریانو تعقیب په تکرار سره ددغو مسابقو د تحریم سبب ګرزي.

Kuala Lumpur Olympia 2020 Austragungsort Bekanntgabe Thomas Bach
انځور: Reuters/E. Su

نید پاریس ویلي دي چي له متحدینو سره یو «ګډ تصمیم» به پر پیکینګ باندي ډیر اغېز وکړي. خو داچي دغه مسابقې به تحریمیږي، په اړه يې لا معلومات نه سته. ځکه چي په خبره یې د مسابقو وخت لا «لیري دی، خو موږ به بیا هم له خپلو متحدینو سره سلا مشورې وکړو، تر څو خپلي ګډي اندېښنې تعریف او یوه ګډه تګلاره پیدا کړو.»

امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۸۰م کال کي هم د مسکو د المپیک مسابقې په افغانستان کي د سرو لښکرو د یرغل په دلیل تحریم کړي وې. څلور کاله وروسته بيا د شرقي بلاک ډیرو هیوادونو د امریکا په لاس انجلس کي هم د المپيک مسابقې تحریم او برخه یې پکښي وا نه خیستله.