۱۴۰۴ شهریور ۵, چهارشنبهپر ځمکه د ژوند د شتوالي يو علت دلته د اوبو شتون دی. دا چې دا اوبه له کومه راځي، په اړه یې نظرونه مختلف دي. کيدای شي زموږ ځمکې ته اوبه د اتشفشاني يا اور غورځوونې پروسې، لکۍ لرونکو ستورو او په فضا کې د اوبو د تبخیریدو لکه د سترو سيارو او يا هم د ځمکې په فضا کې له وریځو څخه د واورې او باران په بڼه رسیږي.