1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوېديځه افریقا کي بيا د ایبولا ویروس بیره

۱۳۹۹ بهمن ۲۷, دوشنبه

په ۲۰۱۴م کال کي لوېديځه افریقا د ایبولا وبا مرکز ؤ او ۱۱۳۰۰ کسان یې ووژل. اوس په ګینیا او کانګو کي د هغه بیرته شیوع په خلګو کي سخته بیره رامنځته کړې ده. ایبولا تر کرونا څوچنده وژونکی ویروس دی.

https://p.dw.com/p/3pNLi
Demokratische Republik Kongo | Ebola Ausbruch | Krankenhaus
انځور: Al-hadji Kudra Maliro/AP Photo/picture alliance

د کرونا پانډمۍ په منځ کي د لوېديځي افریقا په هیوادونو کي د ایبولا بیرته خپرېدو سخت تشویشونه رامنځته کړي دي. لکه څنګه چي د ګینیا د عامي روغتيا وزارت اعلان کړی دی، د دغه هیواد په جنوب ختيځ کي تر پنځو کلونو وروسته بیا ۸ کسان په ایبولا اخته سوي او ۴ ترې مړه سوي دي.

دغه ټوله اته کسان د یوې جنازې د مراسمو پر مهال په هغه اخته او د اسهال، استفراق او خونریزۍ علایم یې درلودل. متوفی هم یوه نرسه وه، خو دا معلومه نه ده چي ایا هغه هم په ایبولا اخته وه او که څنګه.

د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کي هم په ایبولا د اخته کیدو ۳ پيښي ثبت سوي دي. کانګو دوه کاله دمخه اعلان کړی ؤ چي په هیواد کي یې ایبولا ختمه سوې ده. ایبولا هغه وخت د کانګو په ختيځو برخو کي خپره سوې وه او تر ۲۲۰۰ ډېر کسان ترې مړه سوي ول.

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د یکشنبې په ماښام (د فبرورۍ ۱۴مه) په ګینیا کي د ایبولا د بیرته خپرېدو خبر ورکړی.

Demokratische Republik Kongo | Ebola Ausbruch | Krankenhaus
انځور: Al-hadji Kudra Maliro/AP Photo/picture alliance

په لوېديځه افریقا کي ایبولا په تکرار سره بیرته خپره سوې

په لوېديځه افریقا کي د ایبولا نوو پيښو دا بیره رامنځته کړې ده چي بیرته به هغه په شدت سره خپره سي، لکه د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ چي یې له کبله تر ټولو ډیر په ګینیا، لیبریا او سیرالیون کي  حداقل ۱۱۳۰۰ انسانان مړه سول.

ګینیا د روغتيا نړيوال سازمان او نورو بین المللي صحي ادارو څخه د ایبولا ضد یوه واکسن او یا یوې دوا په تهیه کولو کي مرسته غوښتې ده.

ایبولا داسي یو ویروس دی چي سړی ډیر ژر په اخته او ورڅخه مړ کیږي. دغه ويروس تر کرونا ويروس ډیر خطرناکه دی. د هغه مریضانو ته سخت اسهال او استفراق پیدا کیږي او د کرونا برعکس یوازي د اخته کس د بدن د مایعاتو سره د تماس له لاري انتقالیږي.