1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي بې وسلې کولو پروګرام له پاره نوی چانس؟

۱۳۹۹ مهر ۳۰, چهارشنبه

روسیې امریکا متحده ایالاتو ته وړاندیز کړی دی چي د خپلو اټومي سرګلولو تولید دي د یوه کال له پاره بند کړي. خو امریکایان باید هم یو څه ترسره کړي. دا کار کیدای سي د اټومي بې وسلو کولو وروستی پاته سوی پروګرام وژغوري.

https://p.dw.com/p/3kEIo
Russische  «Iskander»-Rakete
انځور: picture-alliance/dpa/RIA Novosti/A. Danichev

د راتلونکي کال د فبرورۍ پر ۵ مه نیټه د روسیې او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د «نوي پیل» په نامه د اټومي بې وسلې کولو پروګرام په اړه تړون پای ته رسیږي. په وروستیو وختونو کي د متقابلو غوښتنو له امله ښايي د دغه تړون ادامه له خنډ سره مخامخ سي.

اوس روسیې دې کار ته آمادګي ښودلې ده چي تړون وژغورل سي. مسکو په پام کي لري چي د اټومي سرګلولو شمیر د یوه کال له پاره کنګل او نوري تولید نه کړي. د روسیې خارجه وزارت خبر ورکړی دی چي که اول دغه تړون د ۱۲ نورو میاشتو له پاره تمدید سي بیا به نو روسیه خپل دغه سیاسي مکلفیت ته غاړه کښیږدي. خو د امریکا له خوا نوري غوښتني به و نه منل سي.

متقابل شرایط

په دغه ډول یوه اعلان سره روسيې په څه کم دوو اونیو کي د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو مخکي، یو تحول رامنځته کړ. مسکو یوه اونۍ مخکي لا د امریکا متحده ایالاتو له خوا دې ته ورته غوښتنه د «نه منلو وړ» وبلله او هغه یې رد کړې وه او بیا څو ورځي مخکي ولسمشر ولادیمیر پوتین یو وار بیا پرته له مخکني قید و شرط څخه د نوي پیل پروګرام د تمدیدیدو غوښتنه وکړه.

روسیه اوس ددغه تړون تمدید غواړي، خو څه وخت مخکي یې لا د هغه له پاره کوم چانس نه لیدی.

د بې وسلو کولو دغه تړون چي په ۲۰۱۰م کال کي تصویب سوی دی، د روسيې او امریکا د اټومي ذخایرو د راکټي انتقال ۸۰۰ سیستمونه او توغولو ته آماده ۱۵۵۰ اټومي سرګلولو شمیر محدودوي.

که دغه تړون تمدید او یا هم کوم نوی تفاهم و نه سي بیا به نو ژر داسي کوم تړون تصویب نه سي چي د ستراتیژیکو اټومي وسلو زیرمه محدوده کړي.

له امریکا متحده ایالاتو سره مخ پر کمیدو تړونونه

څه وخت مخکي واشنګټن څو نظامي ستراتیژیکي قراردادونه پای ته ورسول. تیرکال امریکایانو د منځني واټن د اټومي بې وسلې کولو قرارداد (INF) لغو کړ. په می میاشت کي هغوی اعلان وکړ چي غواړي له روسیې سره د «اوپن سکيز» په نامه تړون څخه ووزي چي له مخي یې دواړو خواوو ته یو د بل په هوايي فضا کي د څارني الوتني ممکنوي.

زموږ له آرشيف څخه: