1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ته د طالبانو ځواب: دومره اوبه نشته چې ایران ته ورسیږي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۹, جمعه

طالبانو د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي دي چې د وچکالۍ له امله د افغانستان په بندونو کې دومره اوبه نشته چې په جاري کېدو سره تر ایرانه ورسیږي.

https://p.dw.com/p/4RYxc
افغانستان/ د هلمند کجکي بند
افغانستان/ د هلمند کجکي بندانځور: DW/R.Elham

د ایران ولسمشر په وروستیو ورځو کې سیستان او بلوچستان ولایتونو ته د خپل سفر پرمهال د هلمند له سیند څخه د ایران د »حق آبې« په اړه ویلي دي: «زه د افغانستان چارواکو او واکمنو ته خبرداری ورکوم چې د سیستان او بلوچستان د استان سیمې حق په صریح ډول ورکړي.»

د هغې ویډیو له مخې، چې ایراني رسنیو خپره کړې، ابراهیم رئیسي ویلي: «غواړم د افغانستان واکمنانو ته عرض کړم چې دا مطلب عادي ونه ګڼي، هغه دې ډېر جدي وګڼي.»

اړوند مطالب:رئیسي له افغانستان څخه د ایران د اوبو حق د جدي تعقیب غوښتنه وکړه

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران د ولسمشر دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې «نامناسبې»  بللي دي.

مجاهد ویلي دي چې د وروستیو وچکالیو له امله د هلمند سیند په ګډون د افغانستان ډېری سیمې کافي اوبه نه لري.

په دې اعلامیه کې راغلي دي: «په داسې یو حالت کې د ایراني اړخ مکرره غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبې څرګندونې په زیان بولو.»

طالبانو له ایران څخه غوښتي دي چې خپلې غوښتنې دې په مناسبو ټکو کې مطرح کړي. د طالبانو په اعلامیه کې د ایران ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره راغلي چې دغسې څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي چاپيریال زیانمنولی شي.

د ایران ولسمشر د طالبانو د دغو څرګندونو په اړه چې په کافي اندازه اوبه نشته، ویلي دي: «چټکه اجازه دې ورکړي چې زموږ کارپوهان یې وګوري، که چېرې زموږ کارپوهان یې تائید کړي، ستونزه نشته، د اوبو په نه شتون کې موږ بحث نه لرو، خو که چېرې اوبه وي، دا د خلکو حق دی چې باید ورکړل شي.»

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون له مخې، د ایران »حق آبې« ته ژمن دي، خو په دې شرط چې په کافي اندازه اوبه وي او د جاري کېدو په صورت کې تر ایرانه ورسیږي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «اوس په کمال خان بند کې هیڅ اوبه نشته او که چېرې د کجکي بند لږ اوبه ورخوشې شي تر هغه ځایه نه رسیږي، پرهمدې بنسټ اړتیا ده چې ایران باید دغه حقایق درک کړي.»

زموږ له آرشيف څخه: