1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

آیا د وخت په تیریدو د کرونا ویروس بې خطره کیږي؟

۱۳۹۹ دی ۲۷, شنبه

د کرونا بحران عواقب به څه وي او د ویروس بدلیدونکی حالت څه پایلې لري؟ دا هغه پوښتنې دي چې اندیښنې یې زیاتې کړي دي. د امریکایي څیړونکي یوه ډله په دې باور ده چې د کرونا نوی ویروس به په اوږدمهال کې کم خطره شي.

https://p.dw.com/p/3o0ds
Deutschland Erste Todesfälle nach Infektionen mit Coronavirus | Symbolbild Test
انځور: Imago-Images/photothek/T. Trutschel


د کرونا واکسین په جریان کې رامنځته کیدونکو اختلالونو او د دې ویروس تغیير شوو بڼو د راتلونکي په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.
تر اوسه پورې څوک نه پوهیږي چې د سارس کوو ۲ (Sars-CoV-2) ویروس چې پر کووید۱۹ ناروغۍ د اخته کیدو عامل دی په کوم شمیر کې نور کسان په نړۍ کې مبتلا کوي او څومره قرباني اخلي.

د آتلانتا پوهنتون د کارپوهانو ډلې نوې څیړنې چې په دې وروستیو کې خپرې شوې دي تر ډیره بریده انديښنې کموي او د کرونا بحران راتلونکې تر هغه ډیر روښانه انځوروي چې ډیري یې په اړه اټکل کوي.
د ntv تلویزوني شبکې د جمعې په ورځ د هغه رپوټ په استناد چې د Science په مجله کې خپور شوی دی ویلي دي چې د کرونا نوی ویروس د وخت په تیریدو سره په یوه کم خطره ویروس بدلیږي چې یوازې په ځینو سیمو کې خپریږي.

نه وژونکی ویروس؛ آیا واکسین ته به اړتیا نه وي؟
د پروفیسور جني لاوین په مشرۍ د څیړونکو یوه ډله د یوه محاسباتي ماډل څخه په استفادې د کرونا ویروس د کورنۍ د پيژندل شوو ویروسونو د معلوماتو په ارزونې سره دې نتیجې ته رسیدلې ده، چې نوی کرونا ویروس به د وخت په تیریدو سره په يو نه وژونکي ویروس بدل شي.
څیړونکي تر دې هم یو ګام مخکې تللي او وړاندوېنه یې کړې ده چې په راتلونکي کې به د کرونا ویروس د وقایې یا مخنيوي په خاطر واکسین کولو ته اړتیا نه وي.
دغو څیړونکو د کرونا ویروس د کورنۍ د څلورو پيژندل شوو ویروسونو د خپریدو او وقایې په اړه معلومات ارزولي دي. دا ویرسونه د نړۍ په مختلفو برخو کې خپاره شوي دي او په عمده ډول له درې تر پنځه کلنو پورې ماشومان پرې اخته شوي دي. په دغو نمونو کې، د کووید ۱۹ نمونې په څیر په پورته ذکر شوي عمر لرونکو مبتلایانو کې په ندرت سره شدید علایم لیدل شوي دي او د مړو شمیر هم ډیر لږ وو.

لنډ مهاله معافیت
د کرونا ویروس د کورنۍ څلورو پيژندل شوو ویروسونو په اړه معلومات ښيي چې پر ویروس د اخته کیدو او بیرته له رغیدو وروسته یوازې د یوې لنډې مودې له پاره بشپړ مصؤنیت موجود وي.
د بیلګې په توګه د ۲۰۰۹ کال په رپوټ کې راغلي دي چې د 229E پر ویروس اخته کسان تر ښه کیدو یو کال وروسته ممکن یو وار بیا مبتلا شي، ځکه په بدن کې جوړ شوي انتي باډۍ وروسته له دې مودې له کاره ولیږي.
څيړونکي په دې باور دي چې د سارس کوو۲ د نوي ویروس د مبتلایانو په برخه کې دې ته ورته وضعیت د مشاهدې وړ دی. په عین وخت کې د ۲۰۰۹ کال څیړنې ښيې چې پر دغې ناروغۍ د دویم ځلي اخته کیدونکو کسانو په منځ کې د ناروغۍ شدت ډیر کم شوی دی.