1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې انسان تشدد ته میلان پيدا کوي؟

Shams Ur Rahman Nasir۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

آیا زمونږ تشدد خوښوونکی فطرت په مونږ کې دننه چیرته ډیر ژور ځای کې ښخ دی، چې همدا د موقع په ترلاسه کولو سره بهر ته راوځي؟ آیا مونږ تشدد له نورو زده کوو؟ آیا زمونږ ټولنیز ګروپ بندي مونږ له تاوتریخوالي ساتي؟ او یا هم د دې ګروپ بندۍ له امله مونږ د تشدد پر لور مايله کیږو؟

https://p.dw.com/p/3wKRf

د احتجاج په لړ کې د موټرو او ټایرونو سوځول، پر ودانیو برید، د مخالفینو وهل او ډبول او حتی په عام حالت کې پر یو چا لاس پورته کول. د دې ټولو کارونو دلیل څه دی؟
مشهور بریتانوي فیلسوف او ریاضي پوه ایلن تورنګ ویلي و «تاسې پوهیږئ چې خلک ولی تاوتریخوالی خوښوي؟ ځکه چې دوی په تشدد کولو سره ځان ښه احساسوي، له دې کار څخه خوند اخلي او اطمینان ترلاسه کوي. که له تشدد څخه د اطمینان عنصر و ایستل شي، نو دا ټول عمل په تش لوښي بدلیږي.»
په دې کې هیڅ شک نشته چې انسان تشدد کوونکی مخلوق دی. له کورنۍ تاوتریخوالي نیولی په پراخه کچه بیا تر نړیوالو جګړو پورې. داسې معلومیږي چې تیری کول یو بنسټیز بشري چلند دی. خو اساسي پوښتنه دا ده چې آیا تاوتریخوالی یو طبیعي چلند دی او که مونږ یې زده کوو؟
ډیر شمیر حیوانات داسې دي چې یا د خوراک او یا هم نورو غریزو له امله غوسه کیږي او له تاوترخیوالي او تشدد ډک چلند ښکاره کوي. خو د هغوی نیت د یو چا شدید ټپي کول یا وژل نه وي. حیوانات عموماً د خپلو همنوعانو نه، بلکې د نورو حیواناتو پر وړاندې له دا ډول چلند څخه کار اخلي.
خو له دې نظره انسانان او چمپينز یا بیزوګانې دوه غیر معمول استثنایي مخلوقات دي. د ابتدایي انسانانو په څیر بیزوګان هم وړې ډلې جوړوي، چیرې چې یو پر بل انحصار کوي، خو هره بیزو کولی شي چې له یوې ډلې جلا او له بلې ډلې سره یوځای شي او یا هم پخپله یوه جلا ډله جوړه کړي. داسې هم ممکن وي چې یوه ورځ د خپلې ډلې په مقابل کې چیرې چې هغه لوی شوی او دې حد ته رسیدلی دی ودریږي او د هغې ډلې د غړو په وژنه کې د هیڅ ډول شرم احساس ونه کړي.
ساینس پوهان وایي چې د بیزوګانو ګروپ د خپلې سیمې حدوداتو ته نزدې یو چاپه اچونکې ډله تشکیلوي چیرې چې یو نر بیزو ګزمه وهي او د ګاونډي ګروپ د غړو په لټه کې مصروف وي. که هغه کومه بله بیزو پیدا کړي، حمله پرې کوي او په شدید ډول ټپي کولو یا وژلو یې په کم څه اکتفا نه کوي. 
په زړه پورې خبره خو دا ده چې د بیزوګانو په داسې ډلو کې نارینه بیزوګانې ډیر تاوتریخوالي خوښوونکي او ظالمان وي.
د انساني ټولنې حالت هم مختلف دی. د تحقیقاتې څيړونو د پایلو په حواله په مختلفو ټولنو کې له تشدده ډک تاوتریخوالي په جرایمو کې د ښځو په پرتله د نارینه و ښکیلتیا ډیره زیاته ده.
په داسې یو وضعیت کې د دې پوښتنې ځواب ډیر مشکل دی چې آیا انسان په فطري ډول یو تشدد خوښونکی مخلوق دی او که تر زیږیدو وروسته تشدد زده کوي. ځکه د تکاملي ارواه پوهنې کارپوهان په دې نظر دي چې په نارينه و کې د تشدد خاصیت له نیکونو څخه دوی ته په ارثي ډول رسیږي، خو که دا نظر ومنل شي، د دې چلند بشپړ وضاحت به ډیر پيچلی او ستونزمن وي.
غریزه، چلند او تشدد
دا ویل چې تشدد زمونږ د ارتقاعي عمل یوه برخه ده، د دې معاملې تر غیر ضروري حد پورې له آسان وضاحت پرته بل څه نه دي. ځکه که انسان په فطري ډول تاوتریخوالی خوښونکی وای، بیا به نو د بشريت له پاره تر زرو کلونو ډیر عمر ستونزمن وای.  
خو که لا زیات ژور فکر وکړو تر دې هم لا زیاتې پيچلې پوښتنې زمونږ ذهن ته راځي. آیا زمونږ تشدد خوښوونکی فطرت په مونږ کې دننه چیرته ډیر ژور ځای کې ښخ دی، چې همدا د موقع په ترلاسه کولو سره بهر ته راوځي؟ آیا مونږ تشدد له نورو زده کوو؟ آیا زمونږ ټولنیز ګروپ بندي مونږ له تاوتریخوالي ساتي؟ او یا هم د دې ګروپ بندۍ له امله مونږ د تشدد پر لور مايله کیږو؟
په دې لړ کې زمونږ کلتوري ځواک، مذهب، ایمان، ټولنیز دودونه او ډير شمیر نور فکتورنه ډیر زیات مهم دي. په نړۍ کې اوس هم یو شمیر داسې قبیلې موجودې دي چې د مخالفو ډلو پر وړاندې هیڅ کله هم تیری کوونکې جبهه نه جوړوي.
داسې قبیلې هم شته چې د نورو قبیلو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار نه اخلي، خو پخپلې قبیلې کې دننه د یوه بل د وژلو او ټپي کولو پيښې په کې تر اندازې زیاتې دي. 
د بیلګې په توګه اوس هم داسې قبیلې موجودې دي چې په ظاهره کې ډیرې سوله یزې او پُر امنه معلومیږي، خو په دغو قبیلو کې بیا د جادو کولو د تور په څیر/ یوې کوچنۍ خبرې د خپلې قبیلې د یوه غړي په وژلو هیڅ ډول د شرم احساس نه کیږي.
تشدد او تاوتریخوالی په ټولو بشري ټولنو کې په یو نه یو شکل او مختلفو کچو کې موجود وي. 
په داسې حال کې چې تاوتریخوالی، تشدد او بی رحمانه بریدونه مختلف لاملونه لرلی شي، خو شاید یوه خبره ډیره واضحه وي او هغه دا چې تشدد په یو نه یو شکل له «اطمینان» سره تړاو لري او په هره ټولنه کې چې په هره اندازه له تشدد کولو څخه د اطمینان احساس ترلاسه کولو عنصر کمیږي، په هغه ټولنه کې به په هم هغه اندازه د تاوتریخوالي او تشدد کچه هم کمیږي.
عاطف توقیر/ ش.ن/ خ. ح