1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا د نوي ډول لمبدا په مقابل کې واکسين هم موثر نه دی؟

۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د یوې جاپانۍ څېړنې په حواله په جنوبي امریکا کي رامنځته سوی د کرونا لامبدا ډول نه یوازي دا چې ډېر ساري دی بلکي د انتي باډی په وړاندي هم ډیر مقاومت لري. له همدې کبله یې په وړاندي واکسین هم لږ معافیت رامنځته کوي.

https://p.dw.com/p/3yZU9
Lima, Peru | Coronavirus | Lambda-Variante
انځور: El Comercio/ZUMAPress/dpa/picture alliance

که څه هم کرونا د لامبدا ډول لا یو کال مخکي په پیرو کي ثبت سوی خو بیا یې هم په اړه لږ معلومات لرو. له همدې کبله د جاپان هغه تازه څېړنه مهمه ښکاري چي له مخي یې د لامبدا سپایک ـ پروتین درې Mutations يا جنيتکي تغیرونه لري چې د انديښنې وړ خبره بريښي.

د لامبدا ډول په سپايک ـ پروتین کي يو جنتيکي تغير د دې زمينه برابروي چي دغه ویروس د انتي باډي په مرسته په آسانۍ سره خنثی کیدای نه سي.  یعني دا چي د واکسین سوو او له کرونا څخه روغ سوو کسانو د وجود معافیت راکمیږي. په دې ډول نو واکسینونه ډیر لږ له یوې ناروغۍ څخه د ساتني په وړاندي اغیزمن دي.

د څېړنې په چاپ سوي متن کی چی باید لا په بې طرفه ډول وارزول سي، راغلي چي دوه نور جنتيکي تغیرونه یې بیا ددې زمينه برابروي چي انسانان په آسانۍ سره د لمبدا په ډول اخته کیدای سي.

چټک سرایت

د دغو پلټنو نتیجه باید دا په ډاگه کړي چي دغه ډول چي  C.37 هم ورته ویل کیږي، ولې دومره ژر خپريږي. د لمبدا ډول اوس د نړۍ په شاوخوا ۳۰ هیوادونو کي ثبت سوی، په تیره بیا په جنوبي امریکا، او همدارنګه اروپا، د مثال په ډول هسپانیا، بریتانیا، ایټالیا او همدارنګه آلمان کي یې هم ځیني پیښي ثبت سوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه پوري د لمبدا ډول د « تر څارني لاندي ډول» تر نامه لاندي درجه بندی کړی وو.  د جاپان د پلټنو ټیم په نظر بیا د لمبدا ډول ټول هغه الزامات پوره کوي ترڅو د یوه « له اندیښنې وړ ډول په توګه» درجه بندي سي.

په دغه کتګوري کي تراوسه پوري په هند کي رامنځته سوی ډول «دلتا» شاملیږي. دا چي د لمبدا ډول به تر هغه لا مخکي سي ، تر اوسه پوري له امکانه لیري بریښي.

Mexiko Covid-19 | Impfkampagne in Chiapas
په مکسیکو کي د واکسین لگولو کمپاینانځور: Isaac Guzman/AFP/Getty Images

د واکسین لږ مقاومت د کمزورو کسانو له پاره خطرناک دی

که څه هم د کرونا د واکسین مقاومت د دلتا په شان ډول په وړاندي ضعيفيږي خو بیا هم په مقایسوي ډول، په هغه باندي د اخته کیدو خطر د واکسین سوو کسانو له پاره کم دی.

په کرونا اخته واکسین سوي کسان که څه هم نور کسان په دغه ویروس اخته کوي، خو بیا یې هم د ناروغۍ بهیر آسانه او پرته له علایمو تیریږي.

برعکس هغه واکسین سوي کسان له ګواښ سره مخامخ دي چي د بدن کمزوری معافیتي سیستم ولري، لکه زاړه، په سرطان باندي اخته کسان او یا هم هغه کسان چي د بدن غړي ورته پیوند سوي وي. هغوی ښایی په دغه نوي ډول باندي د اخته کیدو په صورت کي د ناروغۍ له یوه  سخت بهیر سره مخامخ سي.

له همدې کبله ډیر امکان لري چي دغه کسان به د روان کال په مني کي لا یوه بل واکسین ته اړتیا پیدا کړي.

GP/BS/Alexaner Freund