1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا واکسين ۹۵ فيصده بريالی دی

۱۳۹۹ آبان ۲۸, چهارشنبه

د فايڅر او بيونتيک الماني شرکتونو د کرونا واکسين د يوې تازه پلټني ارزيابۍ ښوولې ده چي دغه واکسين ۹۵ فيصده معافيت رامنځته کوي.

https://p.dw.com/p/3lVFC
Symbolbild Corona Impfstoff Biontech und Pfizer BNT162bt
انځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

فايڅر او بيونتيک شرکتونو د چهارشنبې(نومبر ۱۸ مه) د واکسين د ډاډمنتيا مثبت ارقام هم نشر کړي دي، کوم چي په امريکا متحده ايالاتو کي د عاجلي اجازه نامې د ترلاسه کولو د مهمي مرحلې په سترګه ورته کتل کيږي.

هغوی غواړي ددغه واکسين د اجازه نامې د پلاس راوړلو غوښتنليک په راتلونکو څو ورځو کي د امريکا صحي دارې،FDA ته وړاندي کړي. هغوی ويلي دي چي دغه ارقام به د دنيا  نورو صحي دولتي ادارو ته هم وړاندي سي.

فايڅر او بيونتيک الماني شرکتونه په تيرو اوونيو کي د نړي په سطح لومړني شرکتونه وه چي د کرونا واکسين په ارتباط يې د خپلو تحقيقاتو مثبت ارقام وړاندي کړل. تر يوې لومړني متوسطي ارزيابۍ وروسته د هغوی واکسين د کرونا ويروس په مقابل کي۹۰ فيصده معافيت رامنځته کاوه.

د تيري دوشنبه په ورځ بيا امريکايي موډرنا شرکت خپل واکسين معرفي کړ چي د دوي واکسين د کرونا ويروس په مقابل کي ۹۴،۵ فيصده معافيت رامنځته کوي.

دا هم پداسي حال کي ده، چي  FDA د يوه واکسين د جوړولو د اجازه نامې ورکولو شرط حداقل ۵۰ فيصده معافيت تعين کړي ؤ.

د فايڅر او بيونټيک الماني شرکتونو واکسين په اخري ارزيابۍ کي چي پکښي تر۴۳۰۰۰ کسانو پوري به برخه واخلي، تر اوسه پوري پر ۱۷۰ کسانو باندي تجربه سوي او تطبيق سوي دي.