1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په ننګرهار کې د پولیو پنځه واکسیناتوران وژل شوي

۱۴۰۰ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

د ننګرهار چارواکي وايي چې وسله والو په څلورو جلا پېښو کې د پولیو پنځه رضاکاران وژلي او څلور یې نور ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/3uvBq
Afghanistan Polio Mitarbeiterinnen im Gesundheitswesen Health workers
آرشیف انځورانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

دا پېښې د یاد ولایت په سره رود او خوږیاڼو ولسوالیو او جلال اباد ښار کې د سهار له اوو بجو تر نهو بجو پورې شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مشر ډاکټر جان محمد دویچه ويله ته وویل، وسله والو د سې شنبې په سهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې د پولیو پر دوو واکسیناتورانو ډزې کړي، یو وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

هغه وویل، د همدې ولسوالۍ په کږې بازار کې هم وسله والو یو واکسیناتور په ډزو وژلی دی.

ډاکټرجان محمد دغه راز زیاته کړه، د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې هم دوه واکسیناتوران وژل شوي.

نوموړي وویل، دوه نور واکسیناتوران د جلال اباد ښار په درېمه ناحیه کې هم تر وسله وال برید لاندې راغلي او ټپیان شوي دي.

ویل شوي، دا ټول وژل شوي او ټپیان د پولیو نارینه رضاکاران دي. د پولیو واکسین تېره ورځ پیل شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا مسؤلینو خبر ورکړی دی چې له دغو پېښو وروسته یې په جلال اباد او ولسوالیو کې د واکسیناسيون کمپاین ځنډولی دی.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل بیا پر خپل رسمي ټویټر په دغه ولایت کې د یوه واکسیناتور د وژل کېدو او پنځو ژوبلېدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د پولیو یوه رضاکار دویچه وله ته وویل، د خپلو ملګرو تر وژل کېدو او ټپي کېدو وروسته یې کمپاین درولی او کورونو ته تللي دي.

تر اوسه د دغو تازه پېښو مسؤلیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.

د روان میلادي کال په مارچ میاشتې کې هم په ننګرهار کې د پولیو درې کارمنداني په ډزو وژل شوې وې.