1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکرایني سرتیري په آلمان کي تمرینات کوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په اډه کي اوکرایني پوځ د لویدیځو جنګي وسایلو سره د چلند په هکله تمرینونه کوي. آیا آلمان به په دې ډول جګړې ته داخل سي؟ یوې ارزوني پوښتني راولاړي کړي.

https://p.dw.com/p/4AoAO
Militärübung in der Oberpfalz
انځور: Armin Weigel/dpa/picture alliance

پریسات د بایرن په ختیځ کي یو آرامه کوچنی ښار دی. د څه ناڅه ۵۰۰۰ اوسیدونکو په لرلو سره هلته ښایسته ځنګلونه او ډیر شمیر ماڼۍ موجودي دي. خو په دا وروستیو وختو کي له نوموړي په زړه پوري سیمي څخه د ګواښونو خبر ورکول کیږي. د Nordbayern.de. په نامه سیمه اییزي خبري رسنۍ په حواله ځیني وخت تر یوه درانه ږغ وروسته حتی مځکه او دیوالونه لا په لړزه راځي.

د دې کار علت په ګاونډیو هیوادونو کي پروت دی. پریسات د ځواکونو د تمریناتو له مرکز، ګرافین ویهر څخه فقط ۲۰ کیلومتره لیري پروت دی. دغه ځای د څه د پاسه ۲۰۰ کیلومتره مکعب مساحت په لرلو سره په اروپا کي  د امریکایی پوځ د تمریناتو تر ټولو لویه اډه شمیرل کیږي. په دغه ځای کي د اټکلونو له مخي اوکرایني پوځ پر توپخانه یي قطعاتو باندي تمرینات کوي.

تیره جمعه هم د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کیربي دا خبره تأیید کړه چي متحده ایالاتو د جرمني په امریکایی پوځي تاسیساتو کي د مهمو جنګي سیستمونو په برخه کي  د اوکرایني ځواکونو په روزنه پیل کړی دی. د کیربي په خبره په دغو تمریناتو کي د هویترز توپونو په برخه کي پر روزنه سربیره، د رادار سیستمونو او زره نقلیه وسایلو روزنه هم شامله ده چی د هغوی ورکول په دا وروستیو کي د امنیتي مرستو د بستو د یوې برخي په توګه اعلان سوي دي. د دفاع وزارت دغه ویاند زیاتوي چي د امریکا ځواکونه به دغه تمرینات د جرمني د حکومت په همږغۍ سره تنظیم کړي او موږ به په دې برخه کي د آلمان د ملاتړ منندویه اوسو. له آلمان څخه دباندي د نورو روزینزو مرکزونو په هکله کیربي نه غوښتل کوم څه ووایی.

Flakpanzer vom Typ Gepard
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

د رامشتاین له خوا د ژمنو ورکول

د پریسات لړزوني له هغو انګیزو څخه محسوسیږي چي د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ،  دوې میاشتي مخکي پر اوکراین باندي د روسیې حملې ته د » عطف د نکتې« په سترګه کتلي ول. همدارنګه هغه کولای سو د جرمني د ددفاع وزیري کریستین لامبریشت په هغو اعلامیو کي هم ووینو چي د اوکراین د ملاتړ کوونکو په هغه کنفرانس کي یې ورکړي وې چي د امریکا متحده ایالاتو له خوا په راین لند فالز ایالت کي د امریکا یانو په پوځي اډه رامشتاین کي یوه اونۍ مخکي سازماندهي سوی وو. 

د آلمان د دفاع وزیري هم په رامشتاین کي پر آلماني خاوره باندي د اوکرایني سرتیرو د روزني اعلان وکړ. لامبریشت زیاته کړه چي:» له خپلو امریکایی ملګرو سره په ګډه به آلمان له هالڼد سره یو ځای ، اوکراینیانو ته د درنو وسلو دتمریناتو له پاره زمینه برابره کړ، بیا به نو موږ ټول پوه سو چي په دغه شخړه کي  توپخانه یی تمرینات یو مهم فکتور دی.« 

آلمان څه وخت د جګړې طرف شمیرل کیږي؟

د آلمان پر مځکه باندي د اوکرایني سرتیرو روزنه کیدای سي د آلمان پښه نوره هم د اوکراین په جګړه کي ورداخله کړي. دا کار د آلمان په پارلمان کي دعلمي سرویس په ارزونه کي ویره خپره کړې ده.

 "د ناټو هیوادونو لخوا د اوکراین له پاره د نظامي ملاتړ قانوني مسایل په جګړه کې د بې طرفۍ او په جګړه کې د ګډون" تر سرلیک لاندې د وسلو د لیږد لپاره، نظامي مرستو ته ډیر متفاوت نظر موجود وو.

راپور په پام کې لري چې یوازې د وسلو تحویل د نړیوال قانون له مخې غیر مناسب وو او هغه هم پرته له دې چې هغه برید کوونکي او یا هم دفاعي وسلې وي

د دغي ارزوني لیکوالان لیکي ، نوموړي روزني ته په کتو سره به هغه لا پسي ستونزمنه سي: »یوازې په هغه صورت کې چې د وسلو پر اکمالاتو سربیره، د جګړې اړخ ته د دې ډول وسلو د کارولو لارښوونه یا روزنه هم ورکړل سوې وي، نوسړی باید خوندي سیمې پریږدي.«

 او په دې ډول هغوی د بوخوم داولسي حقونو کارپوه، پی یر تیلبورگر پر هغې وینا باندي تکیه کوي چي د "Neue Zürcher Zeitung له ورځپاڼي سره یې کړې ده.

آ./گ.پ./ا.ا.