1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کي زیاتره وخت مظاهره کوونکي خوندي نه دي

۱۳۹۹ آبان ۲, جمعه

په امریکا متحده ایالاتو کي په عام ډول د نظر بیانول ښايي ډیر خطرناک تمام سي. لکه څنگه چي د بخښني نړیوال سازمان خبر ورکوي، وسله والو ډلو زیاتره وخت د عامو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی.

https://p.dw.com/p/3kK0J
USA Bewaffnete Gruppe steht vor dem Büro der Gouvernerin von Michigan, Gretchen Whitmer
انځور: Seth Herald/Reuters

د بخښني نړيوال سازمان، امنیستي انترنشنل د امریکا له حکومت څخه غوښتي دي چي په نژدې راتلونکې کي د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په کتو سره، مظاهره کوونکي لا زیات له وسله والو ډلو څخه وساتي. په یوه رپوټ کي راغلي دي چي امنیتي ځواکونه په اوس وخت کي ددې توان نه لري چي په سوله ایزو مظاهرو کي له اخلال گرانو څخه مخنیوی وکړي.

امنیستي همدارنگه د سوله ایزو غونډو د جوړولو اساسي حقونو ته هم اشاره کوي. امنیتي ځواکونه باید ددې هڅه وکړي چي دا هرڅه درک کړای سي.

د وسلو انتقال باید محدود سي

د بشري حقونو مدافعین د نورو ترڅنگ وايي چي د نوومبر پر دریمه د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو په درشل کي دي په عامه ځایونو، پارکونو او انتخاباتي حوزو او همدارنگه سوله ایزو غونډو کي د وسلو انتقالول محدود کړای سي.

USA Richmond | Bewaffnete Miliz vor dem Virginia State Capitol Gebäude
انځور: Reuters/S. Keith

د دې کار له پاره باید د سیمو امنیتي ځواکونه د هغو وسله والو ډلو مخنیوی وکړي چي سوله ایزي مظاهرې له خنډ سره مخامخ کوي.

«هیڅوک باید د خطر احساس و نه کړي»

په آلمان کي د بخښني نړيوال سازمان امریکايي کارپوه، سومیت بتاچاریا تأکید کوي، هرهغه کس چي رایو ورکولو ته ځي او یا هم په سوله ایزو غونډو کي برخه اخلي، باید د خطر احساس و نه کړي.

د بشري حقونو سازمانونه د خپلو معلوماتو له مخي له می میاشتي بیا تر سپتمبر پوري د امریکا متحده ایالاتو په څه د پاسه ۳۶ ایالتونو کي په مظاهره کي له زورزیاتیو ډکي نښتي ثبت او تائید کړي دي.

د امنیستي انترنشنل په حواله، پلټني ښيي چي پولیس په تقربیاً ۲۰۰ هغو پیښو کي پاته راغلي دي چي پکښې د تشدد مخنيوی بايد سوی وای.

د دغه ډول نښتو په لسهاوو پلټل سوو پیښو کي یا پولیسو اصلاً حضور نه درلود او یا هم ډیر لږ. زیاتره وخت وسله والو ډلو مظاهرې په زورزیاتیو سره اخلال کړي دي.