1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن: کانګرس ته څېرمه يو وسله وال نيول شوی دی

۱۳۹۹ دی ۲۸, یکشنبه

د نوي‌ ولسمشر جو بايدن تر تحليف يوازې يو څو ورځې مخکې پوليسو په وسلو سمبال يو سړی له کاپيټل سره نيولی دی. هغه د تمانچې تر څنګ ۵۰۰ مرمۍ هم له ځانه سره لرلې.

https://p.dw.com/p/3o1q8
USA I Washington I Kapitol
انځور: Samuel Corum/Getty Images

د سي ان ان رسنۍ په حواله دغه سړي‌ هڅه کړې وه چې له غلطو اسنادو سره د کانګرس د مقر امنيتي ساحې ته لاره پيدا کړي. خو ده د خپلې وسلې او مرميو د ګرځولو جواز نه لاره.

وروسته له هغې چې د متحده آيالاتو پر کاپيټل سيمې چې کانګرس او سنا په کې قرار لري، د دونالد ترمپ د پلويانو له خوا يرغل وشو، اوس د تاوتريخوالي له نورو پېښو څخه د نوي ولسمشر تر لوړې مخکې اندېښنه زياته شوې ده. د متحده آيالاتو د پلازمېنې په بېلو برخو، په تېره د سپينۍ ماڼۍ او کاپيټل په سيمه کې سخت امنيتي تدابير پورته شوي دي. د پوليسو له خوا د کنترول تر څنګ، اوسپنيزې کټارې او د کانکرېټو موانع هم درول شوي دي.‌ په سیمه کې د ملي ګارد په زرګونو غړي چې د امريکايي پوځ په احتياطي سرتېرو کې شمېرل کيږي، ځای پر ځای شوي‌ دي څو د کانګرس مقر وساتي.

د لوړې مراسمو پر مهال سخت امنيتي‌ تدابير نيول کيږي

د ښار په دننه کې هم کانکرېټي موانع درول شوي دي. د کاپيټل په لويديځه برخه کې د تحليف مراسم په عادي حالاتو کې هم د کلکو امنيتي تدابيرو يوه پېښه وي. خو سږ کال د وروستيو تاوتريخوالو له کبله دغه خبره لا جدي نيول کيږي، سره له دې چې د کرونا وبا له کبله د پخوا په څېر ډېر خلک او نندارچيان هم نه ورپرېښودل کيږي. د نوي ولسمشرې د لوړې د مراسمو پر مهال د سېکريټ سرويس په نوم پټه اداره د امنيتي تدابيرو په نيولو کې مسئوليت لري.

haz/ml/ن ص/م ک ص